سپېڅلی کتاب

عزیر اسدخیل

په دې کې هيڅ شک نشته، چې قرآن کريم ډېر محترم، د قدر او درناوي وړ، سپېڅلی، لوی او دروند کتاب دی . څرنګه به د احترام وړ نه وي؟! دا خو د الله تعالی کتاب دی، تر ټولو آخري کتاب دی، له هر ډول بدلون، تحريف او لاسوهنې څخه ساتل شوی او خوندي کتاب او د الله تعالی کلام دی .
نو ددې احترام په مونږ فرض دی، سپکاوی کفر دی او درناوی يې د ايمان نښه ده. نو ځکه يې بايد احترام وکړو او لوی يې وګڼو.
الله تعالی فرمايي :
(وَمَنْ يُعَظِّمْ حُرُمَاتِ اللَّهِ فَهُوَ خَيْرٌ لَهُ عِنْدَ رَبِّهِ) سورة الحج: ۳۰.
“او چا چې د الله محترم لوی وګڼل، نو دا د هغه لپاره د هغه له رب سره غوره ده”.
(حرمات الله) کې هغه شيان او احکام ټول داخل دي، چې هغه محترم او د درناوي وړ دي .
امام بغوي رحمه الله وايي :
” قال الليث: حرمات الله: ما لا يحل إنتها کها “.
“ليث رحمه الله وايي : (حرمات الله) ټول هغه څه دي، چې سپکاوی يې روانه دی”.
جلالين هم همدا معنی کړې ده، علامه بيضاوي او نورو مفسرينو هم همدا معنی ترې اخيستې ده .
قاسمي رحمه الله وايي :
“الحرمات: جمع حرمة وهو ما لا یحل هتکه بل يحترم شرعا”.
(حرمات) د (حرمة) جمع ده او دا هر هغه څه ته ويل کېږي، چې سپکاوی يې روا نه دی، بلکه په شريعت کې د هغه احترام کېږي .
نو (حرمات) کې ټول محترم شيان او د الله تعالی احکام داخل دي؛ دا ډېر عام او شامل لفظ دی، چې په ترڅ کې يې ډېر شيان پراته دي .
او د الله سبحانه و تعالی کتاب : قرآن کريم پکې ډېر محترم او د درناوي وړ دی .
د الله تعالی حرمات او شعائر ډېر دي او د هر يو د احترام خپلې لارې دي، هر څه چې احترام ګڼل کېږي او شريعت کې حرام نه وي؛ هغه احترام يې په کار دی . او کوم کار چې سپکاوی ګڼل کېږي؛ له هغو ځان ژغورل اړين دي .
د قرآن کريم احترام دا دی، چې پوخ ايمان او عقيده پرې ولرې، زده يې کړې، ياد يې کړې، تلاوت يې کوې، ترجمه او تفسير يې زده کړې، تل يې په آياتونو کې فکر کوې، په احکامو او اوامرو يې عمل کوې، له پولو او بريدونو يې نه تېرېږې،له الله تعالی پرته له هيچا پرې کومه بدله اومزدوري نه غواړې اونه اخلې او له سر غړونو يې ځان ساتې .
همدارنګه درس او تدريس يې کول، ليکل او چاپول يې، ساتل او وېشل يې، بلنه ورته ورکول….. دا ټول په احترام کې داخل دي. همدارنګه پوخ ور کول، دسمالونو او کڅوړو کې نغښتل، په اوداسه لاس ور وړل، ښکلول يې، په اوچت او د احترام په ځای کې يې ايښودل… دا ټول يې په احترام کې داخل دي .
همدارنګه په سپکه ورته کتل او بې احترامي يې ناروا او کفر دی. د پاسه پرې د څه شي او بل کتاب ايښودل ناوړه دي.
تکيه پرې لګول يا يې سرلاندې ايښودل او ناپاک ځای ته وړل ناروا دي .
دا او داسې نور ټول هغه کارونه، چې ناوړه وي؛ هغه قرآن سره کول ناروا دي او بايد ځان ترې وژغورل شي . قرآن کريم خو د الله تعالی کتاب دی، چې الله تعالی له هر ډول بدلون څخه ژغورلی دی.
د الله تعالی د نورو کتابونو لکه : تورات، انجيل او زبور هم احترام کول فرض دي . اګر چې له قرآن پرته په دې نورو درې واړو کتابونو کې ګوتوهنې شوې دي، تحريف او بدلون پکې شوی دی… خو داسېآياتونه هم پکې شته، چې په هغو کې بدلون نه دی شوی، نو د همغو له کبله يې احترام په کار دی .
مونږ په ټولو ايمان لرو، احترام يې کوو او سپکاوی ورته حرام ګڼو، په کومو کې چې تحريف نه دی شوی؛ د همغو له کبله يې مونږ بايد احترام وکړو، اګر چې دا کتابونه د قرآن په راتـګ منسوخ شوي دي؛ خو عمل پرې منسوخ دی احترام يې منسوخ نه دی. رسول الله صلی الله عليه وسلم به ددې کتابونو احترام کاوه. په يو حديث کې داسې راځي :
له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما نه روايت دی هغه وايي: د يهودو څه کسان راغلل او رسول الله صلی الله عليه وسلم يې د ” قُف ” وادي ته وروغوښت،هغه دهغوی دتدريس ځای ته ورغی،يهودو وويل: ای دقاسم پلاره ! زمونږ يوسړي له يوې ښځې سره زناکړې ده، نوته ددوی تر منځ پرېکړه وکړه . هغوی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يوبالښت کېښود؛ هغه پرې کېناست،بيا يې وفرمايل: ماته تورات راوړئ، تورات راوړل شو، رسول الله صلی الله عليه وسلم له ځان لاندې بالخت لرې کړ، تورات يې پرې کېښود او ويې فرمايل: ” ماپه تا اوپه هغه چا ايمان راوړی دی، چې ته يې نازل کړی يې.” دابوداودشرحې : (عون المعبود ) کې داسې راځي :
” والظاهر: أنه صلى الله عليه وسلم وضع التوراة على الوسادة تكريمالها ويؤيده قوله صلى الله عليه وسلم:
” آمنت بك وبمن أنزلك “.
“له دې روايت نه دا څرګندېږي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دتورات داحترام لپاره هغه په بالخت کېښود. اودا معنی د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې وينا لاپخېږي، چې (تورات) ته يې وفرمايل: ” ماپه تا اوپه هغه چا ايمان راوړی دی چې ته يې نازل کړی يې “. رسول الله صلی الله عليه وسلم دمنسوخ شوي اوګوتوهل شوي تورات احترام کاوه؛ نوقرآن کريم خو خامخا د احترام او درناوي وړ دی. مونږ يې بايد احترام وکړو، په ځمکه او نا مناسب ځای کې يې کې نه ږدو، په راخيستلو او ايښودلو کې يې په احترام او درناوي واخلو او کېدو، نور هر ډول احترام او درناوی يې وکړو او له سپکاوي يې په کلکه ځانونه وساتو. د( شعائرالله او حرمات الله ) له تعظيم اودعکرمه رضي الله عنه له يو روايت نه د قرآن کريم ښکلول هم ثابتېږي
په يو روايت کې داسې راځي :
د ابو مليکه عبيدالله له زوی عبدالله نه روايت دی، چې د ابوجهل زوی عکرمه رضی الله عنه به قرآن کريم په خپل مخ ايښوده او ويل به يې:
(زما د رب کتاب دی، زما د رب کتاب دی) .
احترام داسې يوه پراخه او سر وره موضوع ده، چې شريعت مونږ ته د هر هغه کار کولو حکم کوي، چې هغه احترام ګڼل کېږي .
اواسلامي شريعت کې داثابته ده، چې ښکلول احترام دی لکه دحجراسود ښکلول يا د احترام لپاره دچا لاس يا تندی ښکلول مشروع دي ، نودالله تعالی کتاب ( قرآن کريم ) خو ددې ډېر وړدی، چې د احترام لپاره ښکل شي .
همدارنګه بې احترامي او سپکاوی هم يوه پراخه او سروره موضوع ده، هر هغه کار چې سپکاوی ګڼل کېږي؛ هغه د قرآن کريم په مقابل او د الله تعالی د حرماتو او شعائرو په مقابل کې کول ناروا دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button