د افغانستان او زمبابوې د نړیوالو لوبو سریزیا «لړۍ» سبا پیل کیږي

کابل ټکی کام ۲۳میزان/۱۳۹۴
آرین افغان
د افغانستان کرېکټ بورډ د رسنیو د څانګې مسئول «فرید هوتک» خبر ورکړی چې ملي لوبډلې په زمبابوې کې تمریناتي پړاو پای ته رسولی او د سبا لوبو لپاره په لوړه حوصله پوره چمتووالۍ لري.
نن د زمبابوې«بولاوایو» ښار کې د افغانستان د ملي لوبډلې کپټان او د زمبابوې د ملي لوبډلې کپټان یو ګډ خبري کنفرانس درلود، چې د ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل:
زمبابوې ته د بریا په هوډ راغلي یو، دا چې د زمبابوې لوبډله د بشپړ غړي لرونکي هېواد لوبډله ده، او په دا وروستیو کې یې د پاکستان او اېرلېنډ سره ښې لوبې کړي دي.

asghar & chekombra 1
د افغانستان لوبډله د دوی په وړاندې پوره چمتوالۍ لري او ټول لوبغاړي په لوړه حوصله دغه لوبو ته چمتو دي.
کنفرانس ته د زمبابوې د ملي ټيم کپټان «یلټن چیکومبرا»په خپلو خبرو کې د افغانستان لوبډله وستایله، او زیاته یې کړه چې مونږ به پوره چمتووالي د افغانستان د لوبډلې سره لوبه وکړو.
ټاکل شوې ده چې د زمبابوې او افغانستان تر منځ د لوبو لړۍ به سبا پیل شي، او د اکتوبر تر ۲۹ به روانې وي.
افغانستان تېر کال هم ۴ نړیوالې لوبې د زمبابوې سره کړي دي چې ۲ یې ګټلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button