د طلوع او یک تلویزونونو هدف د کندوز د جګړې خبرونه وو، که نور پټ اهداف یې لرل!!

تبصره : زید المهاجر
د لوی اختر په څلورمه نېټه طالبان په دې وتوانیدل چې د افغانستان د شمالي ولایتونو يو مهم او ستراتیژیک ولایت کندوز په پشپړ ډول ونیسي؛ نو رسنۍ هم مهاله د کندوز ولایت د سقوط راپورونه ورکوي.
دا جوته نه ده، چې ایا ریښتیا هم رسنۍ د خپل رسالت له مخې خلکو ته ریښتنې او دقیق راپورونه خپروي او که خپل کوم ځانګړی هدف هم لري.
طبعي ده، چې يو شمېر رسنۍ خپل ځانته اهداف او مقاصد لري؛ ځکه چې څوک څه او ځېنې په کوم ډول خپل مزل ته لاره لنډوي او ژورنالیزم د يو ډال او سپر په توګه استعمالوي
په تېرو څوارلس کالو کې دا لومړی ځل دی چې طالبان د افغان حکومت څخه يو ولایت پخپله ولکه کې نیسې، د اختر د خوشحالۍ په دې ورځو کې د يو شمېر با احساسه ولسپالو خوښې یو په دوه شوې، لکه چې یو شاعر وايي
خدایا
یوه ښادي مې دوه کړي = چې یوه ستوې پڅکی وړم جوړه راوړمه!
د کندوز ځايي خلکو د لوري طالبان د تود هرکلي سره مخ شول او اکثرو ولسي خلکو د خوښۍ په موخه د طالبانو سره يو ځای انځورونه ویستل چې ځینو يې هم سلفي انځور په سوشل میډیا کې خپرول.
یوه پښتنه افغانه خور چې مریمه نوميږي د يو لیک د لارې چې رسنیو ته يې لیږلی وو، په هغه کې کښل شوي چې طالبان زما د توقع خلاف وو؛ ځکه د هغې په وینا چې دوی ته يو شمېر رسنیو طالبان داسې معرفي کړي وو لکه د انسانیت په خلاف چې پيچکاري شوي وي؛ نو ځکه دې خور هم ګمان کولو چې د کندوز ښار د نیول کیدو سره سم به طالبان ظلم، زیاتی، چور او چپاول کوي؛ خو کله چې طالبان کندوز ښار ته راغلل نو زموږ د اټکل په خلاف دوی د عامو خلکو سره ډېر ښه چلند وکړ ان تر دې چې روغتونونو ته بې وسلې ننوتل.
راځم خپلې اصلې موضوع ته
خبریال چې د ژورنالیزم د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره په ټولنه کې د خلکو سترګې او غوږونه دي؛ نو یو شمېر یې مسلک ته ژمن دې او نور يې خپل ځان يو هدف ته د رسیدو لپاره استعمالوي
د کندوز د ښار سقوط سره (یک او طلوع) تلویزونونو ګرم ګرم راپورنه ورکول خو د دوی دغو راپورونو هم له ځان سره يو څه لرل البته په مرموز ډول سره ؟
د ژورنالیزم د اصولو سره سم دوی په بې طرفه او دقیق شکل سره راپورونه نه ورکول؛ ځکه که د دوی راپورونه وکتل شي نو د بې طرفي، توله، عدالت او ناپیلتوب پکې د پښو لاندې شوي
دوی خپل رسالت مخې ته نه وړلو، صرف حکومت يې دې ته متوجه کوو چې ولې د دوی د لاسه يو ولایت وځي؛ ځکه د یو شمېر سیاسیونو په وینا چې دوی د امریکا د فوځيانو بیا ځل راوستلو ته زمینه سازي کوله؛ ځکه چې افغان امنیتي ځواکونه دا توان نه لري چې د طالبانو د نظامي غبرګون مخنیوی وکړي.
د نن ټکې اسیا د خبر له مخې د کندز د جګړې په وروستیو ورځو کې طلوع ټلویزیون یو داسې راپور خپور کړ چې په پراخه کچه یې ولسي منفي غبرګون له ځان سره درلود.
د طلوع یو خبریال له کندز پوهنتون څخه داسې راپور ورکړ چې ګواکې طالب جنګیاليو د دغه پوهنتون پر ښځینه محصلینو جنسي تېري کړي، خبریال داسې اسناد هم وړاندې نه شوای کړای چې ښکاره کړي جنسي تېری شوی، دا راپور په پیل کې ځکه د عام ولس زړه ته ونه لوېد، چې د پوهنتون محصلین د اختر د رخصیتو لپاره خپلو کورونو ته تللي وو، په پوهنتون کې څوک نه وو، خبریال هم د شپه غالې له تشو خونو رپوټ ورکاوه
بل د دې لپاره چې په ښکاره ډول د امریکا ملاتړ وکړي؛ نو امریکایانو چې د بې پولې په نوم د ډاکترانو په روغتون يې ړنده بمباري وکړه چې په پایله کې ۳۰ تنه پکې ووژل شول او لږترلږه ۱۵۰ کسان په کې ټپیان شول
بل د امریکا څخه د ښکاره ملاتړ په هدف دوی يو راپور چمتو کړی او د یو ډاکتر په اسناد یې وویل چې ریښتیا هم د بې پولې ډاکټرانو روغتون کې طالبانو مرچلې نیولې، نو ځکه امریکایان دې ته اړشول چې په دې روغتون بمباري وکړي. دوی خو دغه خپل پاک رسالت د بادار په ګټه استعمال کړ؛ خو زموږ د الله تعالی نظام يو عادل نظام دی؛ ځکه امریکا خپله اعلان وکړاو اوباما د بې پولې داکترانو د مشري سره په تلیفون خبرې وکړې او بښنه یې ترېنه وغوښتله
همدا راز د امریکا دفاع وزارت مرستیال وویل چې د بې پولو داکترانو شهیدانو او زخمیانو سره د مالی مرستې نه سربیره به روغتون یې هم ورغول شي
د دوی خوارکیو چاپلوسي بې ځایه لاړه ژورنالیزم د زده کړو په مهال موږ ته استادانو ویل چې یوه رسنۍ په معمولي خبر د اسمان شینو ته پورته کیږي او همدا رنګه یوه رسنۍ په معمولي خبر یا راپور د ځمکې تل ته راکېوځي، نو هغه د استاد د کالونو کالونو خبره دلته صدق کوي.
له دې علاوه ګورو چې د خلکو سربیره د طالبانو نظامي کمیسون دغه دوه تلویزني چینلونه وروسته له دې خپل نظامي هدف ګرځوي او د ټولو ولسي خلکو په خوله هم دا یوه خبره ده چې د طالبانو هدف او ټارګېټ یک او طلوع نیوز تلویزونونه دي



