پاکستان: د دوه رېلګاډو د ټکر له امله ۱۷ تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۳) الماس خدرخېل

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د دوه مسافر وړونکو رېلګاډو د ټکر له امله ۱۷ تنه وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپيان دي.

پېښه نن سهار مهال د نوموړي ښار د لانډهي په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د کراچۍ د ريلګاډو د ادارې چارواکي ناصر نذيري رسنيو ته ويلي، چې د کراچۍ د لانډهي او جمعه ګوټ سيمې ته څېرمه دوه مسافر وړونکي رېلګاډي سره ټکر شوي دي.

هغه همداراز زياته کړه، په دې پېښه کې لسګونه تنه ټپيان هم دي، چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ ښودل شوی.

ويل کېږي، د ژغورنې چارې لا هم روانې دي او په زيات تعداد مسافر په واګنو کې بند پاتې دي، کيدی شي د مړو شمېره له دې هم زياته شي.

د ځينو ورکړل شوو ريپوټونو له مخې د دواړو رېلګاډو ټکر په لوړ رفتار سره مخامخ رامنځته شوی دی، چې د دواړو رېلګاډو واګونونه يې سخت ويجاړ کړي دي.

په ورته وخت کې د رويټرز خبري اژانس ويلي، چې د مړو شمېره ۱۱ تنه ده، خو د پاکستان خبري رسنيو تر دې مهاله د ۱۷ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button