طالبان وايي له دوی سره تېره مياشت ۱۰۴۸ دولتي منسوبين يوځای شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۳) الماس خدرخېل

طالبانو په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی ليکو ته په تېر اکتوبر مياشت کې د دولت ۱۰۴۸ منسوبين، سرتيري له خپلو ټولو تجهيزاتو سره يو ځای شوي دي.

طالبان د دولتي چارواکو او اړوندو منسوبينو لپاره د جلب و جذب او دعوت و ارشاد په نوم په مختلفو ولايتونو کې دوه جلا جلا کميسيونونه ټاکلي او له دې لارې هڅې کوي، چې دولتي چارواکي ورتسليم کړي.

دوی زياتوي، چې دغه ياد منسوبين  او سرتيري هم د دوی د جلب جذب او دعوت ارشاد کميسيون د مسؤلينو په هڅو له دوی سره يو ځای شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویلی شوي، چې دوی مختلفه النوعه لویې اووړې وسلې ،مخابرې ،وسایط اویوزیات شمېر نظامي توکي وسلوالو طالبانو ته ورسپارلي دي .

همداراز په خبر کې راغلي، چې دوی تسليم شويو کسانو ته هر کلی ويلی او د هر ډول مرستو ډاډ يې ورکړ، چې په دې لړ کې يې نقدي مرستې او څه انعامونه هم ورکړي دي.

طالبانو ويلي، چې دوی سره يو ځای شوو منسوبينو ورسره کلکه ژمنه کړې چې له دې وروسته به حکومت، بهرنيو ځواکونو او له ټولو دولتي ارګانونو سره اړيکې پرې کوي او خپل عادي ژوند ته به ورګرځي.

بايد وويل شې، چې طالبانو ته تسليم شوي عسکر، پوليس يا دولتي منسوبين د سپين روبو او مخورو په تضمين بېرته خوشې کېږي.

طالبانو د تسليم شويو حکومتي منسوبينو لست او شهرت هم په خپله رسمي انټرنيټ پاڼه خپور کړی دی.

په دې وروستيو کې د هېواد له ډېرو سيمو داسې خبرونه راځي، چې د ملي اردو عسکر، پوليس، اربکيان او نور دولتي منسوبين طالبانو ته تسليميږي، چې دا په خپله د افغان ځواکونو د کمزورۍ او په جګړه کې د سرتېرو ناوړه حالت او ټيټ مورال په ډاګه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button