(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۳) الماس خدرخېل
تېره شپه امريکايي او داخلي ځواکونو د کندوز په ولايت کې د وسلوالو په خلاف هوايي او ځمکني عمليات ترسره کړي دي.
د راپورونو له مخې په دې عملياتو او بمباريو کې امريکايي الوتکو ۵۰ کورونه بمبار کړي، چې لسګونه ملکي وګړي پکې شهيدان شوي دي.
ويل کېږي په بمبارۍ کې د يوې کورنۍ ټول غړي تر خاورو لاندې شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
د سيمي اوسېدونکي وايي، چې د امريکايي الوتکو بمبارۍ د سهار تر اتو بجو پورې روانې وې، چې امريکايي ځواکونو د ولسي خلکو کورونه بمبارول.
دغه عمليات او بمباري د کندز ښار په بزکندهاري سیمه کې رامنځته شوې ده.
تر دې دمه د ځاني تلفاتو دقيقه شمېره نه ده مالومه خو د ځايي اوسېدونکو په وينا، چې د ۲۰ تنو ملکي وګړو جسدونه يې له خاورو راويستلي دي.
بل پلو د وسلوالو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره شپه امريکايي ځواکونو غوښتل چې په درې تنو طالبانو چاپه ووهي چې د هغوی له سخت مقاومت سره مخ شول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په دې نښته کې له ۱۵ ډیر امریکايي عسکر له مینځه لاړل او په متقابلو ډزو کې نوموړي ۳ طالبان هم وژل شوي.
مجاهد زياتوي، چې د امريکايي الوتکو د بمبارۍ له امله د ولسي خلکو لسګونه کورونه ويجاړ شوي او همداراز لسګونه ولسي وګړي وژل شوي هم دي.
هغه له ازادو رسنيو غوښتنه کړې ترڅو د پېښې ځای ته ورشي او د امريکايانو جنايت ښکاره کړي.
ښاغلي مجاهد زياتوي چې: ((که بشري ټولنې او رسنۍ بیا هم د امریکایانو په دا ډول جنایاتو پرده اچوي نو دا به یې له خپل مسلک او بشر سره ستره جفا وي)).
په دې وروستيو کې د امريکايي ځواکونو په بريدونو کې ډيری ولسي وګړي شهيدانيږي، چې تر دې دمه د ګډ حکومت چارواکي او خپله ولسمشر غني چوپه خوله وي.
نوموړی د هغو دولتي عسکرو په وژنې هم عکس العمل نه ښکاروي، چې په پوستو او قرارګاوو کې دننه د امریکایانو لخوا بمباریږي.
د يادونې ده، چې څو ورځې مخکې د ارزګان په درويشانو سيمه کې امريکايي الوتکو بمباري وکړه، چې پکې لسګونه ملکي خلک کوچنيان او سپين ږيري ووژل شول.


















