قاري خالد
غربي اشغالګر او ځیره خواره جنرالان یې نیوکه کوي چې ګویا طالبان له کلیو ـ کورونو جګړه کوي، ځکه دناټو په بمبارد کې زیات زیان ولسي وګړو ته اوړي
دوی وایي؛ که طالبان له کلیو ـ کورونو جګړه ونکړي، هیڅکله به ولسي وګړي زیانمن نسي.
دوی دخپل ماشومانه منطق له مخې په دې نظر دي چې طالبان باید دژمي سړې شپې، له کلیو او کورونو دباندې، په سپېره دښته کې روڼې کړې، او په عموم کې له کلیو ـ بانډو کډې ونغاړي، ځانګړې طالب کالونیانې جوړې کړي او دجګړې لپاره مشخص ډګرونه انتخاب کړي.
که بالفرض طالبان غوښتنه وکړي؛ حکومت دې له کلیو او بانډو د اربکيانو او سرحدیانو پوستې او بېزونه وکاږي، او له ښاریاتو دې دغربي اشغالګرو پوځیانو اډې، دښتو او میرو ته ولېږدوئ؛ دوی به یې غوښتنه ومني؟
که ددوی منطق ومنو چې کوم کورونه چې دوی بمبارد کړي، هلته دطالب مشرانو غونډه وه، بیا خو په کار ده چې پر هغو فدایي بریدونو، چې د اشغالګرو او داخلي پوځیانو دبېزونو سره، ترسره کېږي او ولسي وګړو ته ورکې مرګ ژوبله اوړي هم چوپه خوله پاته سو او طالب ته د پړ ګوته ونه نېسو
طالبان چېرې ولاړ سي؟ داسې یو ډګر وټاکي چې بدمعاشه امریکا یې یو مخ بمبارد کړي؟ که همداسې وکړي؛ نړۍ داسې کومه اداره او کوم ځواک لري چې د امریکایانو په سترګو کې سترګې واچوي او پوښتنه ترې وکړي؟
دا ډول احمقانه او ماشومانه منطق له بدمعاشۍ او پر افغانانو له تمسخر پرته بله معنا نلري
دا به په جګړه کې نوی نوښت وي چې یو څوک دې چاته ووایي چې له فلاني ځایه راووځه چې بمبارد دې کړم، ودې وژنم او کور درته کنډر ـ کنډر کړم.
دلته زموږ په علاقه کې دیوه کلي په اړه مشهوره ده چې دبل کلي سره یې جګړه وه، له جګړې مخته ددواړه کلیو مشران سره کښېنوستل او پرېکړه یې وکړه چې جګړه حتمي ده البته سر، خېټې او خ…… ته به ګذار بند وي
دغه کلی تر دې دمه د احمقانو په کلي مشهور دی، ځکه چې دوی په جګړه کې د احمقانه نوښت مبتکرین دي.
ددفاع وزارت دویاند دولت وزیري کلی د’ټګانو کلي’ پر نوم یادېږي، که دولت وزیري په تمامه معنا ټګ نه وي، دکومو نړیوالو مقرراتو له مخې دطالب په ټس کې ولسي اتباع، په اشغالګرو بمباردوي او بیا په ډېره سپین سترګۍ دطالب لېبل پرې سرېښوي؟
که طالبان په پوسته او یا بېز جګړه کوي، او ولسي وګړو ته زیان واوړي؛ ټګ وزیري به یې ومني چې د ولسي وګړو دزیان او مرګ ژوبلې لامل ددوی پوستې او بېزونه دي؟
په جګړه کې دښکېلو اړخونو مکلفیت دادی چې د ولسي وګړو خیال وساتي، اوس که هره ډله دمخالف دوژلو لپاره، ولس ته زیان رسوي، پړه یې دهمدې ډلې پر غاړه ده
امریکایانو په کراتو ولسي وګړي بمبارد کړي، ودان کورونه یې وېجاړ کړي، واړه ماشومان یې شهیدان کړي، زاړه او ځوانان یې په بمونو پرچه ـ پرچه کړي او بیا یې ټوله کیسه، فقط په یو ‘آی ام سوري’ نسیاً منسیاً کړې.
له بمبارد وروسته پلمې لټول، د ولس په احساساتو او وینوپسخند وهل دي.
ټګ دولت وزیري دې زهر وخوري چې اشغالګرو ته دخپل ولس دوژلو پلمې لټوي او د برآئت لپاره یې له احمقانه منطق څخه کار اخلي.
یوه یادونه به وکړم؛ غربي اشغالګر پوځونه، دهر مسلمان او هر افغان پر وژنه دخوښۍ احساس کوي، په قصدي ډول یې وژني او بیا دځان دبرآئت لپاره، دټګ وزیر په څېر ځیره خورو ته دنده سپاري، ترڅو ورته دبرآئت لپاره توجیهات ولټوي
اشغالګر پوځیان احمد او محمود ته په یوه سترګه ګوري، او هغه څوک چې د اشغالګرو تملق او چاپلوسي کوي، لېرې نده چې دهمدوی پر لاس به ذلیل او شرمنده سي



















د وحشي کمونستانو دغه وحشي پاتې شوني وزیري ته: وزیري هغه دتش په نوم ملی أردو په بیسونو کښې به هم د طالبانو غونډه روانه وه، هوکښې هغه دپولیسو په پوستو کښې هم طالبان را غونډ شوي وو، او په ودونو جنازو کښې خو خود طالبانو دجنګ پلانونه جوړه ول، او په غره کښې له وړو ماشومانو سره ئې هم دلرګیو او خشاکو په ټولولو جنګي تیاري کوله، دغه بې ضمیره دروسي ښکیلاک څخه پاتې شونی د هر یرغلګر لاس پوڅی لا پدې هم نه پوهیږي چې خلک نور نو نه خطاء کیږي، او هرڅوک حقیقت پیژنی ځکه خو پرون د یرغلګرو دبریدونو په خلاف ولس را وو تلو او ځینې لاس پوڅي هم په نه زړه أړ شول چې دغه عمل وغاندې، خو په نن پسې سبا شته، پرون له روسانو یتیمان پاتې شوی سبا به مو دغه آقا هم نوی ، بیا به محاسبه درسره وشی،