کابل ټکی کام ۲۴میزان/۱۳۹۴
فرید احمد
پرون مازدیګر د طالبانو خاصې جنګي قطعې او سیمه ییز جنګي ګروپونو د سیدآباد له سالارو څخه نیولې د غزني تر دروازې «عزیز کلا»پورې په لاره پتو سترو نظامي قرارګاوو په یوه وخت کارنده بریدونه پیل کړي دي.
له سیمې څخه همکار خبر راکړ چې طالبانو تېر مازدیګر په یوه وخت په سیدآباد کې د ملي اردو په ۸ سترو مرکزونو باندې بریدونه پیل کړل.
لمړی برید په شش قلعه کې د عبدالمحی الدین کلي سره خوا کې برید وشو چې ورپسې د پټان خېلو، مشنګ کلا، اوتړیو، سلطان خېلو، عزیز کلا، د سالارو او دلوړې په پوستو بریدونه پیل شول چې وروسته د ملي اردو سره د همکارۍ په موخه امریکایي الوتکو بمباري هم کړې ده.
زمونږ همکار په راپور کې زیاتوي چې د ملي اردو لخوا د ځان څخه د دفاع په موخه په کلیو د هاوانونو بریدونه پیل شول چې په نتیجه کې عامو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده، چې زیات کورونه یې تخریب کړي دي.
په سلطان خېلو کې نن سهار یو هاوان ولګېد چې ۴ تنه زنانه پکې ووژل شول.
















