(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۷) الماس خدرخېل
تېره ورځ د عراق په سامرا ښار کې په ايراني زيات کوونکو سرتيری بريد شوی لږ تر لږه ۱۰ تنه پکې وژل شوي او تر سلو زيات ټپيان دي.
د ايسنا خبري اژانس ته د ايران يو تن چارواکي محمد جواد دانشيار ویلي، چې تېره ورځ ماذيګر مهال د عراق په سامرا ښار کې په عراقي زيارت کوونکو سرتيری بريد وشو، چې لږ تر لږه پکې ۱۰ تنه ايرانيان ووژل شول او تر سلو زيات ټپيان شول.
د هغه په وينا پېښه هغه وخت رامنځته شوه، کله چې ايراني زيارت کوونکي په سامرا ښار کې له خپلو بسونو ښکته کېدل، چې بريدګر په يوه امبولانس موټر کې چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
په ورته وخت کې د عراق تکريت ښار کې هم د امبولانس ډوله موټر پر مټ سرتیری بريد شوی، چې ۱۲ تنه يې وژلي او ۲۲ نور سخت ټپيان دي.
د پېښې ټپيان روغتونونو ته د تداوۍ په موخه وړل شوي دي.
ايران ويلي، چې عراق ته يې په سمدستي ډول د ايراني سيلانيانو ورتګ درولی دی.


















