یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

قرآنکریم د امریکایی او فرانسوي قانون پوهانو، قلموالو او مفکرینو له نظره

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
نوومبر 8, 2016
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
15
ځلې شریک شوی
191
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

عزیر اسدخیل

واشنګټن ايروينج (W. Irving) امريکایی مستشرق دی، ډېر کتابونه يې ليکلي دي لکه: (دعربي پېغمبر سيرت) او داسې نور.
ايروينج د قرآن په هکله داسې وايي: ” يو وخت داسې ؤ، چې تورات د انسان لارښود او د تګلارې بنسټ ؤ، تر دې چې کله مسيح عليه السلام را څرګند شو، نو مسيحيان د انجيل لارښوونو پسې لاړل، بيا قرآن ددې دواړو ځای ونيو؛ قرآن له مخکنيو دواړو کتابونو نه زيات بشپړ او مفصل ؤ. همدارنګه قرآن هغه تغيیر او تبديل هم صحيح کړ، چې په دواړو مخکنيو کتابونو کې ننوتی ؤ.په قرآن کې هر څه شته او ټول قوانين پکې پراته دي. دا ځکه چې دا د اسماني کتابونو وروستنی کتاب دی “.
او وايي: ” قرآن مهربانۍ، سپېڅلتيا اوپياوړيو اخلاقي کړنلارو ته بلنه ورکوي”

بلاچير

بلاچير Blachere) ) پاريس ته نږدې زېږېدلی دی، ثانوي زده کړې يې په (دارالبيضاء) کې کړې دي، د الجزائر په پوهنتون کې د ادب له پوهنځي فارغ شوی دی، په رباط کې د يوسف په معهد او نورو کې مدير، استاذ او په پاريس کې د ختيځو ژبو په ښوونځي کې د عربي ادب استاذ پاتې شوی دی، د پاريس له پوهنتون څخه يې دکتورا اخيستې ده، په سوريون کې يې استاذي کړې ده، په عربي او فرانسوي مجلو کې يې کار کړی او ډېرې ليکنې يې کړې دي. فرانسوي ژبې ته يې قرآن کريم ژباړلی او (تاريخ الادب العربي) کتاب يې ليکلی دی.
نوموړی د قرآن کريم په هکله وايي:
” قرآن يواځې د محتوا او ښوونې له مخې معجزه نده، بلکه تر ټولو مخکې دا يوه پياوړې ادبې ډالۍ ده او له هغو ټولو انساني شاهکارونوڅخه لوړه ده، چې انسانيت منلي دي… “.

مارسيل بوازار

مارسيل بوازار يو فرانسوي قانونپوه او مفکر دی، نړيوالو اړيکو او د انسان د حقوقو مسائلو ته يې زياته پاملرنه کړې ده او په دې هکله يې ډېرې څېړنې کړې دي. (د اسلام انسانيت) کتاب يې ليکلی دی.
نوموړی د قرآن کريم په هکله وايي:
” قرآن يواځې د جاهليت د عربو د اخلاقي اصلاح لپاره نه دی راغلی، بلکه يو داسې بشپړ او تلپاتې شريعت يې راوړی دی، چې په هرې زمانې اوهروخت کې له بشري حقيقتونو او ټولنيزو غوښتنو سره سمون خوري “.
همدارنګه وايي:
” په دې کې هيڅ شک نشته؛ هغه توکي، چې قرآن يې برابروي؛ کولی شي چې نوې بريالۍ او پرمختللې ټولنه جوړه کړي “.

ډيبورا پوټر

ډيبورا پوټر (D. Potter ) يوه امريکایۍ قلمواله او ژورنالسته ده، د اسلام له مطالعې نه وروسته ورته دا جوته شوه، چې له اسلام پرته بل داسې دين نشته، چې دهر نارينه او ښځينه انسان غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي. (۱۹۸۰) م کې يې اسلام ومانه او يو مسلمان داعي سره يې نکاح وکړه.
نوموړې د قرآن کريم په هکله وايي: ” ما چې کله قرآن بشپړ ولوست؛ په دې وپوهېدم؛ دا هغه حق کتاب دی، چې د پيداوښت او نورو مسائلو په هکله پکې ډاډمن ځوابونه شته او مونږ ته د پېښو په هکله داسې منطقي ځوابونه را کوي، چې په نورو ديني کتابونو کې يو تر بله سره په ټکر کې دي. خو قرآن د هغو په هکله په داسې يو پياوړي ترتيب او جوت اسلوب خبرې کوي، چې په دې کې شک ته هيڅ لار نه پرېږدي، چې دا يو حقيقت دی او دا خبرې هرو مرو د الله تعالی له پلوه دي “.
او وايي: ” محمد صلی الله عليه وسلم، چې يو نالوستی سړی ؤ او په جاهلي چاپېريال کې را لوی شوی ؤ، څرنګه يې وکولی شول، چې د کائناتو هغه معجزې خلکو ته وروپېژني، چې قرآن کريم څرګندې کړې دي او تر ننه نوی علم د هغو د راښکاره کولو کوښښ کوي!؟ له دې پرته بل هيڅ نشي کېدی، چې دا قرآن د الله تعالی کلام دی ” .

موريس بوکايلي

ډاکټر موريس بوکايلي (Maurice Bucaille) يو مشهور فرانسوي ډاکټر او عالم دی، په نورو ليکنو سربېره يې د ” قرآن کريم، تورات، انجيل او علم ” په نامه کتاب ليکلی دی، چې په خپلې موضوع کې ډېر ژور او هر اړخيز دی .
نوموړی د قرآن په هکله وايي: ” بې له دې چې د قرآن په هکله کوم مخکنی نظر ولرم، د قرآن مطالعه مې وکړه، په بشپړې پاملرنې مې دا پلټنه وکړه، چې قرآن د نوي علم له څېړنو سره څومره سمون خوري؟ له دې مخکې څرنګه د ژباړو له لارې دا وپېژنم، چې قرآن د ډېرو ګڼو طبيعي حقيقتونو يادونه کوي؟. کله مې چې د عربي ژبې ژوره مطالعه وکړه؛ ومې کولی شو؛ دا ثابته کړم، چې په قرآن کې هيڅ داسې کومه خبره نشته، چې په اوسني عصر کې د علم له نظره پرې کره کتنه وشي. په همدې ترتيب مې په عهد قديم او انجيلونو کې هم پلټنه وکړه، د عهد قديم په هکله خو له لومړني کتاب: ” سفرالتکوين ” نه وړاندې تللو ته هيڅ اړتيا نشته، په دې کې مې داسې خبرې وموندلې، چې هغه او زمونږ د نوي عصر علمي څېړنې سره سمون نه خوري. او د انجيلونو ترمنځ خو زيات ټکر دی .
مونږ وينو، چې د ” متي ” انجيل يوه خبره د ” لوقا ” له انجيل سره څرګنده په ټکر کې ده. او دا وروستنی مونږ ته ښکاره داسې يوه خبره را وړاندې کوي، چې له نويو علمي څېړنو سره هيڅ سمون نه خوري “.
او وايي: ” د قرآن ځانګړيو علمي اړخونو په لومړيو کې زه ډېر ژور حيران کړم . ما داګمان نه کاوه، چې له ديارلس پېړيو پخواني کتاب کې دې داسې ډېر مهم حقيقتونه وي، چې د نويو علمي څېړنو سره دې بشپړ سمون ولري. ما مخکې په اسلام هيڅ عقيده نه لرله او ايمان مې نه ؤ راوړی. مخکې له دې، چې د قرآن په هکله څه نظر او عقيده ولرم؛ په بشپړ ازاد روح او پوره ترکيز مې د قرآن د نصوصو مطالعه او څېړنه وکړه… “.
او وايي: ” دا څرنګه کېدی شي، چې يو نا لوستی انسان دې د ځينو داسې علمي حقيقتونو په هکله څرګندونې وکړي، چې نه په هغه زمانه کې د چا له وسه دا کار پوره ؤ او نه يې تر اوسه په څرګندونو کې کومه غلطي پيدا شوې ده؟!…”.

بشيربيکارډ

ويليم بـيرشل بشير بيکارډ (W.B. Beckard) يو مشهور انګرېز ليکوال دی، ډېر ادبي او علمي کتابونه يې ليکلي دي، په لومړني نړيوال جنګ کې يې ونډه اخيستې وه او بندي شوی ؤ. په ۱۹۲۲ م کې په اسلام مشرف شو.
نوموړی د قرآن کريم په هکله وايي :
“د فرانسوي سافاري د قرآن يوه ژباړل شوې نسخه مې واخيسته، چې دا زما يوه ارزښتناکه اخيستنه وه، د قرآن له مطالعې راته ډېره لويه ګټه را ورسېده او ډېر پرې خوشحال او نېکمرغه شوم . تر دې چې دا مې محسوسه کړه، چې د تلپاتې حقيقت د مبارک نور وړانګې راباندې را خپرې شوې “.

فيليپ هيټي

ډاکټر فيليپ هيټي (P. Hitti) يو امريکي عالم دی، په ۱۸۸۶ م کې زېږېدلی دی، بيروت کې له امريکي پوهنتون څخه فارغ شوی دی او په ۱۹۱۵م يې د کولمبيا له پوهنتون دکتورا اخيستې ده. له ۱۹۱۹ نه تر ۱۹۲۹ م په همدې پوهنتون کې د عربي تاريخ استاذ پاتې شوی دی،دبرنسون په پوهنتون کې له (۱۹۲۶– ۱۹۲۹ م) پورې استاذ او د شرقي آدابو او لغاتو د قسم رئيس پاتې شوی دی، څو کتابونه يې ليکلي دي او په ډېرو ټولنو کې يې کار کړی دی .
نوموړی د قرآن کريم په هکله وايي :
” قرآني اسلوب له نورو مختلف دی، قرآن په بل اسلوب نه پرتله کېږي او نه دا امکان لري، چې څوک د قرآن پېښې وکړي. همدا د قرآن بنسټيز اعجاز دی…
قرآن تر ټولو ستره معجزه ده ” .

هوني

بريجټ هوني (Bridget Honey ) په يوې مسيحي انګرېزي کورنۍ کې زېږېدلې ده، کاناډا کې د فلسفې له څانګې فارغه شوې ده .
کله يې چې د اسلام مطالعه وکړه، نو د اسلام حقانيت ورته ثابت شو، مسلمانه شوه او په ځان يې ” عائشه ” نوم کېښود.
هغه د قرآن په هکله وايي:
” هر څومره هڅه چې وکړم، زه هغه اغېز نه شم ستايلی، چې قرآن زما په زړه کې پرې ايښی دی. زه د قرآن د دريم سورت له لوستلو لا فارغه شوې نه وم، چې د کائناتو خالق ته مې ځان په سجده ومونده، دا زما په اسلام کې لومړنی لمونځ ؤ “.

مخکینې مطلب

شهادته ته څومره خوږ یې!

بل مطلب

ناځوانه ملګری

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com