په تیر پسې…
سلطان حکم وکړ چې «د انګریزانو د هر عسکر کالي او وجود و پلټئ» هماغه وو چې انګریزي ځواکونه یې په کتارونو کې و درول او د هغوی د کالیو او وجودونو پلټنه یې پیل کړه.
اوس نو د دې قوم او د دي قوم د وګړو مکاري ووینئ.
د هر عسکر پلټنه چې کیدله د هغه څخه به د هیرو او جواهراتو ډکې کڅوړې تر لاسه کیدې، د کالیو نه علاوه انګریزي ځواکونو د ډوډیو په لوښو، په پایپونو او چلمونو کې ….آن تر دې چې د خپل ځان سره د وړونکو وزګړیو او پسونو په غاړو کې یې هم هیرې او جواهرات ټومبلي وو.
د ځواکونو د کالیو د پلټنې څخه چې د هیرو او جواهراتو کومې کڅوړې تر لاسه شوې وې هلته په فرش باندې یې یو ډیری جوړکړ. پدې وخت کې د سلطان غصه اخر ته ورسیده او یوه چیغه یې کړه او ویې ویل:
«تاسو څومره مکار او بې ایمانه خلک یاست، تاسو خو په تړون باندې د عمل کولو نه مخته د هغې بیخ راوویست. تاسې زمونږ دهیواد اوسیدونکو ته داحمقانو په سترګو ګورئ، تاسو زمونږ د نرمۍ او ترحم څخه غلطه ګټه اخستې ده، تاسې د دې وړتیا نه لرئ چې له تاسې سره کوم مراعت وکړل شي، مونږ د دې تړون د منسوخیدو اعلان کوو»
د تړون د منسوخیدو وروسته سلطان حکم وکړ چې:
«انګریز فوځ او جنرل میتهوز سرنګاپټم ته ورسوئ، او ټول په بندیخانه کې واچوئ»
پدې توګه هغه انګریزي فوځ چې پرته له کوم زیانه تر بمبئ پورې رسیدلی شو، د خپلې بې ایمانۍ او مکارۍ په اساس بنديخانې ته ولاړ ل.
د حیدرنګر باغي قلعدار ایاز خان لا د مخه د منګلور په لور تښتیدلی وو، کله چې هغه ته په حیدر نګر د سلطان ولکه او د انګریز فوځ د بندي کیدو خبر ورسید نوهغه د منګلور څخه هم وتښتید او سورت ته یی ځان ورساوه .خو کله یې چې هلته هم ځان خوندي و نه کوت نو په بمبئ کې یې انګریزانو ته ځان ورساوه.
جنرل میتهوز د دې ماتې او بندي کیدو څخه دومره زړه ماتی شو چې په بندیخانې کې ناروغه او بیا څو ورځي وروسته هملته ومړ.
انګریزانو د میتهوز په مړینه ډیره واویلا وکړه، هغوی دا الزام هم ولګاوه چې سلطان هغه ته زهر ورکړي دي. حال دا چې که سلطان غوښتلې هغه له منځه یوسي نو بیا به یې زهر ولې ورکول، هغه خو کولی شول چې هغه د تړون څخه د بغاوت په جرم په ګولیو سوری سوری کړي.
د حیدرنګر د سوبې وروسته سلطان ټیپو د منګلور په لور وخوځید. په لاره کې یې ورته جاسوسانو خبر ورکړ چې جنرل کیمبل د یوه ستر لښکر سره یو ځای د حیدرنګر په لور روان دی ترڅو هلته د انګریزي ځواکونو سره مرسته وکړي.
سلطان سمدلاسه په کرنل کیمبل باندې د حملې کولو حکم وکړ، پدې وخت کې د سلطان سره ټول ټال یولک او څلویښت زره وسلوال ځواکونه وو.
سلطان په میدان کې د یوه تالاب په څنډو باندي سنګرونه و نیول او خپل توپونه یې نصب کړل، اوس نو هغه د کرنل کیمبل انتظار ویست، کیمبل هم مخته راغې، مورچې یې و نیولې او د جنګ لپاره یې ځان تیار کړ.
سلطان خپلې توپخانې ته اشاره وکړه، توپخانې دومره ګولۍ وویشتلې چې اسمان یې د دود څخه ډک کړ.
کیمبل هم په ځواب کې د توپ ګولۍ را ورولې. د دواړو لښکرو تر منځ تر ماسپښین پورې دغه ډول جنګ روان وو. خو پدې وخت کې د انګریزانو د توپونو ګولۍ ختمې شوې او کیمبل د میدان نه تیښتې ته اړ شو. د هغه درې زره عسکرو خپلې وسلې کیښودې او بندیان کړل شول په دې جنګ نور زر کسه انګریزي عسکر هم و نیول شول.
لکه څنګه چې مخته وویل شول چې سلطان د منګلور په لور روان وو چې پدې منځ کې یې د کرنل کیمبل سره هم نښتې راغلې، خو د کرنل کیمبل نه د فارغیدو سمدلاسه وروسته هغه بیرته منګلور ته ولاړ او د هغه ځای جنګي کلا یې کلابنده کړه.
نور بیا ….


















