اسدالله زمری: د ګډ حکومت وزيران او چارواکي د کانونو غير قانوني کيدنې کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۷ ) الماس خدرخیل
د افغانستان د کانونو د کېندنې مدني بنسټ مسؤل اسدالله زمری وايي، چې په افغانستان کې د ګډ حکومت وزيران او د ملي شورا او ولايتي شوراګانو وکيلان او ځينې لوړ پوړي چارواکي د کانونو په غير قانوني کېدنو کې لاس لري.
نوموړي ازادۍ راډيو ته وويل: ((بدبختانه چې د کانونو ستونزه او د هغې ایستل د بحران پر لوري روان دی ان تر دې رهبرۍ په کچه وزیران، د پارلمان غړي او د ولایتي شوراګانو وکیلان هم په کې ښکیل دي او باید د هغوی قضيې وڅېړل شي).
دغه بنسټ چې له يو کال راهيسې د افغانستان د روڼ تيا څار بنسټ “GLOBAL WITNESS” چې مرکز يې په لندن کې دی، تر چوکاټ لاندې فعاليت کوي. یاد بنسټ تر دې دمه د کانونو په اړه درې راپورونه رسنيو سره شريک کړي دي.
د دغه سازمان د مالوماتو له مخې د افغانستان د کانونو د کېندنې عواید درې ميليارده ډالره دي.
نوموړی سازمان طالبان او يو شمېر نورې وسلوالې ډلې هم تورنوي چې له دې لارې ۲۰ ميليونه عوايد ترلاسه کوي.
د افغانستان د کانونو مدني بنسټ وايي، چې د دغه هېواد د کانونو برخه کې پراخ فساد، د عوايدو په راټولولو کې بې پروايي او د کانونو د غير قانوني استخراج د کانونو او ماليې وزارتونو د ادارې کمزورتيا د دې لامل شوې چې افغانستان د (استخراجي صنايعو د روڼتيا نوښت) غړيتوب ترلاسه نه کړي.
همداراز ياد بنسټ ټينګار کوي که دغه شان ستونزې موجودې وي نو افغانستان به له يوه ستر ناورين مخ کېدونکی دی.



