نورو ژبو ته د قرآن ژباړه

عزیر اسدخیل
يوې ژبې نه بلې ته ژباړه دوه ډوله ده :
(١) حرفي (ټکي په ټکي) ژباړه.
(٢) معنوي (روانه) ژباړه.
دا خبره مو په مخکې بحثونو کې وڅېړله، چې قرآن په عربي ژبه نازل شوى دی او د قرآن ژبه هغه فصاحت، بلاغت او اعجاز لري، چې د عربي ژبې ټول پوهان يې په مقابل کې بې وسه دي.
نو کله چې په عربي ژبې کې د قرآن په نظم، ترتيب او معنی د عربو پوهان د داسې کلام له راوړلو څخه بې وسه دي، نو په نورو ژبو کې خو بېخي ناشوني دي . ټکي په ټکي ژباړه که د قرآن کريم وي او که د بل کتاب او کلام وي، د خبرې اصلي څېره، ښکلا او معنی ړنګوي، نو ځکه په کار نه ده. يواځې د دې لپاره، چې مسلمانان د قرآن په الفاظو او کلماتو وپوهېږي؛ د الفاظو له نقل سره يو ځاى دا هڅه کېدى شي . خو د مطلب او موخې د څرګندولو، لارښوونې او احکامو د زده کولو لپاره بايد روانه ژباړه وشي . په خطبو، موعظو، تبليغ، کتابونو او رسنيو کې ټکي په ټکي ژباړه بېخي ناسمه ده او بايد ونه شي . په دې ټولو کې بايد د نص له راوړولو وروسته روانه ژباړه وشي او د قرآن کريم مطلب د بلې ژبې په قالب کې د هغې له علمي بنسټونو سره سم ورواچول شي . ترڅو لوستونکي او اورېدونکي د قرآن کريم له هدايت او احکامو نه خبر شي، ګټه ترې واخلي او عملي يې کړي.
خو دا به د الله تعالى د کلام د څرګندولو يوه هڅه او مسئوليت ګڼي . له همدې کبله هغه خوند او اغېز، چې د قرآن کريم په الفاظو او ترکيب کې دى؛ نه د عربي ژبې په نورو عبارتونو کې شته او نه د بلې ژبې په ژباړه او اصل کې.
د قرآن کريم ژباړه او تفسير بايد يواځې هغه څوک وکړي، چې د عربي ژبې علمي بسټونه ورمعلوم وي . لکه : صرف، نحو، لغت، شعر، معاني او داسې نور. په دې سربېره بايد د اسلامي شريعت دليلونه، علمي بنسټونه، د رسول الله صلى الله عليه وسلم احاديث او سيرت، د صحابه ؤ اقوال، د جاهليت او اسلام تاريخ او نور اړين اړخونه، بنسټونه او ضوابط وپېژني .
همدارنګه کومې ژبې ته چې ژباړه او تفسير کوي؛؛ د هغې ژبې علمي بنسټونه او اړين اړخونه پېژندل هم همدومره اړين دي لکه د عربي.
همدارنګه دقرآن کريم په ژباړې کې به خپلونفسي غوښتنو او ميلان ته ځاى نه ورکوي . او عقيده به يې هم د قرآن له غوښتنو خلاف نه وي .
له ځانه تفسير
د قرآن کريم په تفسير کې بې دليله او بې علمه څه ويل ډېره لويه ګناه د ه، چې د کفر تربريده رسېږي . په يو روايت کې داسې راځي :
له عبد الله بن عباس رضي الله عنهما نه روايت دى، هغه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : ” چا چې په قرآن کې بې له علمه څه وويل، نو په اور کې دې ځان لپاره ځاى تيار کړي”. په بل روايت کې داسې راځي :
له جندب رضي الله عنه نه روايت دى، هغه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : ” چا چې په قرآن کې له ځانه څه وويل او سم وختل؛ هم خطا شوى دى”.
دا ځکه؛ دا خو د ړانده ګوزار ؤ، چې سم وخاته . په قرآن کې له ځانه او بې دليله خبره کول ډېره لويه ګناه او په الله تعالى دروغ تړل دي .
په بل روايت کې داسې راځي :
له ابوبکر رضي الله عنه نه روايت دى، هغه وايي : ” که زه د الله د کتاب په هکله هغه څه ووايم، چې پرې نه پوهېږم، نو کومه ځمکه به مې بار کړي او کوم اسمان به راباندې سيورى وکړي؟ “.
په بل روايت کې داسې راځي :
ابن ابي مليکه وايي : له عبد الله بن عباس رضي الله عنهما نه د يو آية په هکله وپوښتل شول، که په تاسو کې له چا د هغه په هکله پوښتل شوي واى، نو هغه به پکې خامخا څه ويلي واى؛ خو عبد الله بن عباس رضي الله عنهما له دې نه انکار وکړ، چې د هغه په هکله څه ووايي”.
په بل روايت کې داسې راځي :
له عبيد الله بن عمرو نه روايت دى، هغه وايي : ” ما د مدينې منورې فقهاء ليدلي وو، چې هغوى به د قرآن په تفسير کې څه ويل ډېر لوى ګڼل؛ په هغوى کې سالم بن عبد الله، قاسم بن محمد، سعيد بن مسيب او نافع هم وو”.
کله چې د مذهبونو تعصب،بدعي فرقې،کلامي شخړې،ګڼ مشربونه، تمايلات، رجحانات او نفسي غوښتنې زياتې شوې او پرهېزګاري لږه شوه، نو ډېرو وګړو د قرآن کريم په تفسير کې له ځانه خبرې او بې دليله تفسيرونه وکړل .
ځينو مفسرينو داسې خبرې راخيستې دي، چې نه صحيح سند لري، نه ورپورې د دين څه مسأله او حکم تړلى دی او نه کومه ګټه لري . لکه د اصحاب کهفو نومونه، د هغوى د سپي نوم او رنـګ، دا چې د موسى عليه السلام امسا د کومې ونې وه؟ د هغو مرغانو نومونه، چې الله تعالى ابراهيم عليه السلام ته راژوندي کړي وو، هغه ونه چې موسى عليه السلام ترې الله تعالى سره خبرې کړې وې کومه وه؟، اسرائيلي کيسې، د ابجدو په حساب له قرآن کريم نه د ځينو معلوماتو استنباط او داسې نورې له ځانه او بې دليله خبرې، چې د قرآن له روح سره هيڅ اړ يکې نه لري او نه د دين کومه مسأله يا کوم حکم ورپورې تړلى دى. نو ځکه له داسې خبرو ځان ژغورل اړين دي .
دا وه زمونږ د تفسير: ” تفسير الاسير” سريزه، چې دسپېڅلي قرآن له خوږ و سره دروږ دي کولو اوڅه ناڅه څکلولپاره مووليکله. له دې وروسته د قرآن کريم په تفسير پيل کوو، الله سبحانه وتعالى مو دې د قرآن کريم له دې چوپړه په برياليتوب فارغ کړي او مونږ ټولو ته دې په قرآن پوهه او عمل کول راپه برخه کړي .



