سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

په وزیرانو ټوغکی مرض ګډ دی

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 20, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
8
ځلې شریک شوی
103
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ډاکټر آصف

څو ورځې وړاندې د ولسې جرګې غړو په قاطع اکثریت سره یو شمیر وزیران د بودیجې په لګښت کې د غفلت په تور سلب صلاحیت کړل، خو دا چې په سلب صلاحیت شویو وزیرانو کې یو هم د ګلمرجانیانو او منافقو مقاومتیانو د ډلې مشر صلاح الدین رباني هم راغی نو طبعی ده چې د ولسې جرګې پریکړې بل رنګ خپل کړ، په دې معنی چې دغې منحوسې ډلې له خپل عادت سره سم د ولسې جرګې په اړه ګوډاګي ولسمشر په مخ کې سخت غبرګون وښود، او آن تر دې چې تهدید یې وکړ.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

 که حالت بیرته پخوانی ځای ته لاړ نشي نو جمعیت نا اسلامي به په دې اړه غلی پاتې نشي او خپله پریکړه به ډیر زر اعلان کړي.

د پنجشیر ولسمشر ډاکټر عبدالله د اجرائیه ریاست تر سیوري لاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره خپل له شرم نه ډک تهدید آمیزه غبرګون ښکاره کړ او د جمعیت ګوند د خپل ګوندي سیوري لاندې دویمه کرغیړنه اعلامیه خپره کړه، او په تعقیب یې د بلخ ولسمشر عطا محمد نور له بلخ نه دریمه شرمیدلې اعلامیه لکه توغندی د اشرف غني پر سر وتوغاوه، د دې درې توغندیو په توغیدو سره د اشرف غني نه وار پار خطا شو، سملاسي ولسې جرګې ته ورغې او خپله اوږده وینا یې وکړه.

وینا یې ډیر مرموز شکل درلود، نه یې د ولسي جرګي دغه اقدام تایید کړ او نه یې رد کړ او هغه د چا خبره هسی د بوسو لاندې یې اوبه تیرې کړې، دا بیچارګی ډیر ملامت هم نه و ځکه چې مخې ته یې د ولس استازی ناست وو او په څنګ کې یې ټوغکی نیولی جمیعتیان ناست وو، نو نه یې د ولس استازو ته څه استدلال درلود او نه یې ټوغکی وهلو وزیرانو ته څه درمل تجویز کولای شول.

د ولسې جرګې نه په وتلو سره ډاکټر عبدالله له اشرف غني نه پوښتنه وکړه چې د صلاح الدین جان سرنوشت به څنګه شي، که نه کیږي کنه نو خپله پریکړه به اعلان کړي، اشرف غني ورته ډیر اطمنان ورکړ چې ولسي جرګې ته به مکتوب واستوي او صلاح الدین جان به ډیر زر د وزارت پر میراثي چوکۍ خپله غره ولګوي، ځکه چې د هغه پلار برهان الدین رباني هم د قدرت څوکۍ له ځانه سره تر بدخشانه ګرځوله. بالآخره اشرف غني ولسي جرګې ته مکتوب هم واستاوه چې د سلب صلاحیت پورسه ودروي، خو ولسي جرګې ځکه ورته اعتنا ونکړه چې د هغه دغه عمل د اساسي قانون خلاف و.

خو دا چې ټوغکي وهلو اشرف غني آرام نه پریښودو او شپه او ورځ یې ورسره تماسونه نیول او تهدید به یې کولو نو اشرف غني بیا مجبور شو چې اعلان وکړي چې سلب صلاحیت شوي وزیران دې ترهغې خپلې وظیفو ته دوام ورکړي، چې څو پورې سترې محکمې په دې اړه فیصله نه وي کړي او په تعقیب یې قضیه سترې محکمې ته فارورډ کړه.

 ولسي جرګې هم په خپل غبرګون کې تهدید وکړ، چې که سلب صلاحیت شویو وزیرانو خپلو وظیفو ته دوام ورکړ نو بودیجه به پرې بنده کړي او بالآخره یې سترې محکمې ته هم خبرداری ورکړ چې د اشرف غني او د هغه په ټوغکي اخته وزیرانو په طرف فیصله ونه کړي. اوس یې ورته یو ځل بیا تازه خبرداری ورکړ چې دا قضیه سترې محکمې پورې هیڅ اړه نلري نو ځکه باید ستره محکمه په دې قضیله کې هیڅ ډول ګوتې ونه وهي.

ستره محکمه هم له سخت ازمیښت سره مخ شوه او له څو ورځو راهیسې یې له خبرو روژه ونیوله خو نن یې دغه روژه په دې الفاظو ماته کړه چې (قضیه تر پروسس لاندې ده او تر څو چې دغه پروسه تکمیل شوي نه وي نو ستره محکمه رسنیو ته په دې اړه هیڅ هم نشي ویلای) اوس نو ستره محکمه د ډانګ او پړانګ تر مینځ قرار لري او وبه کتل شي چې ستره محکمه به په څه ډول جادو کولو سره ځان له دې تورې بلا نه خلاص کړای شي او کنه د افغانستان سیاست به د ګرداب خواته ټیل وهي.

د شنونکو په اند د افغانستان نظامي حالات هم د پخوا په پرتله مخ پر خرابیدو دي او سیاسي کړۍ یې هم لاس او ګریوان دي، وزیرانو باندې هم ټوغکي مرض حواله شو او یواځینۍ مرجع چې تر اوسه آرامه وه هغه ستره محکمه وه، خو بالآخره دغې محکمې ته هم ټوغکي مرض سرایت وکړ، نو وبه کتل شي چې ټوغکي وهلو ته به کومه مجربه نسخه پیدا کړای شي او که قضائي خودکُشي به وکړي.

مخکینې مطلب

الله ج شته او کنه؟

بل مطلب

طالبان: قیوم ذاکر ته منسوب شوی لیک هیڅ حقیقت نه لري

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com