(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۳۰) زرغون خوږیاڼی
تېره ورځ د کندز ولایت لسګونه قومي مشران کابل ته د اعتراض په توګه راغلي وو او د خپلو وژل شویو عامو وګړو په اړه یې د بې پرې پلټنې غوښتنه وکړه، دوی ویلي چې د پلټنې په اړه یې هیڅ کوم پلاوی نه دی لیدلی او پرته له پلټنو کابل ته راستانه شوي دي.
دوه اوونۍ وړاندې امریکايي الوتکو د کندز ولایت په عامو وګړو بې رحمانه بمباري وکړه، چې په کې نږدې ۳۷ ملکي وګړي وژل شوي وو.
د قومي مشرانو راغلي پلاوي رسنیو ته وویل، چې امریکایي ځواکونو د خپلو ۲ وژل شویو عسکرو په غچ کې ملکي وګړي په قصدي توګه بمبار او وژلي دي.
کابل ته راغلي قومي مشران او ځايي اوسیدونکو وویل، چې ګد حکومت په لوی لاس د ملکي وګړو د وژنې جزئيات له خلکو پټ ساتي او په دې اړه چوپه خوله دي، چې بهرنیو ځواکونو ته د نورو ملکي وګړو د وژنو وخت ورکوي.
ددوی په وینا د امریکايي الوتکو په برید کې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي، ولې ګډ حکومت ددې پيښې د پلټنو پر ځای د وژل شویو کسانو او د قومي مشرانو د غږ پورته کولو مخه نیسي او نه غواړي کومې مرجع ته یاده موضوع راوسپړي.
د قومي مخورو او ځايي اوسیدنکو راغلي پلاوي په ټولو بې پرو بشري بنسټونو او همدارنګه په ګډ حکومت غږ وکړ، چې ددې ټولوژنې په اړه بې پري معلومات وکړي او د پيښې مسوولین یې د محکمې میز ته راکش کړي.
دوی ګواښ وکړ که حکومت یې په اړه همداسې چوپه خوله شي نو دوی به په لویو لاریونونو لاس پورې کړي.
د امریکايي عسکرو لخوا په کندوز کې د لسګونو ملکي وګړو له وژنې وروسته ګډ حکومت اعلان وکړ چې د یادې پيښې په اړه یې یو پلاوی ټاکلی تر څو پيښه وڅیړي؛ خو د کندز قومي مخورو او زیانمنو شویو کورنیو ویل چې دوی په دې تړاو هیڅ حکومتي چارواکی او نه هم د کومې بلې ادارې غړی لیدلی.
د یادونې وړ ده چې د امریکايي ځواکونو لخوا په کندوز کې یواځينی بمبار نه دی، بلکې څو ځله یې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې خپله غوسه له خوارو او بې ګناه افغانانو څخه ایستلې ده، چې د ننګرهار د اچین د یوه حاجي پر کور وحشتناک بمبار، پر افغان ځواکونو څو ځله بمبارونه، په هلمند کې پر قومي مشرانو بمبار او په پکتیا کې پر قومي مشرانو بمبار یې ښه مثالونه دي.
د ارګ سکوت امریکایانو ته د لا بمباریو اجازه ورکوي، او هغه ځکه چې ددې بمباریو غوښتنه خپله ارګ ځينې کوي، نو د خپلې غوښتنې په خلاف غږ هم نشي پورته کولای.
دا ځل ارګ یوه اعلامیه خپره کړې ده، خو اعلامیه کې بمبارد او امریکایي ځواکونو ته هېڅ اشاره نه ده شوې،یوازې دومره یې ویلي دي، چې مخالفینو د کندوز له بې ګناه ولس څخه د سپر په توګه کار واخیست.


















