سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

 زه بې څوکه ، پکتيا يم !

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
نوومبر 20, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
8
ځلې شریک شوی
101
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لېکنه : اسدالله غيرت

تاريخ زما د اوږدې تاريخي مخينې، ميړانې ، ننګ او غيرت شاهد دی. ما مې په خپله شډله بډله غيږه کې داسې اتلان او د هېواد په مينه مين زلمي لرل، چې د وخت لوی لوی زبرځواکونه او فرغوني لښکرې يې د دنيا له مخه ورکې کړې. په دې کې شک نه شته چې زما له طبعي ښکلاوو جوړه غيږه د ریښتينو او اصيلو بچيانو لپاره جنت وه او هغه چا ته مې په خپله غيږه کې کله هم ځای نه دی ورکړی، کوم چې خاينان او پرديپال و .

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

خو نن، زه مې په خپل حال افسوس کوم، ما کله هم داسې فکر نه کاوه، چې زه دې داسې شم، نن زما سترګې ټيټې دي، زه په خپله غيږه کې د رالويو شويو له لاسه له شرمه چا ته کتلی نه شم.

تاسو ګورئ چې زما په غيږ کې ډيری رالوی شوي، زما له تاريخي نوم نه په ګټې اخستنې پر ما او زما په غيږ کې پر بې وسو خلکو تجارت کوي، دوی دا کار په پوره ميړانه او سپين سترګۍ ترسره کوي.

زما په غيږ کې ډيری وږي تږي، لوڅ لغړ ماشومان او ښځې په يوه ګوله ډوډۍ پسې هم حيران دريان دي، زه هر وخت د همدې بې وسو پر حال اوښکې تويوم او په درد يې درديږم؛ خو هۍ افسوس چې زما پر غيږه واکمن کسان بيا دا چيغې او فريادونه کله اوري ، دوی يوازې د خپلو ګيډو غم پسې اخستي دي، زما د تن په وينو خپلې ګيدې ډکوي او دا کار خپل رښتينی رسالت ګڼي.

زما د غيږې طبعي ښکلاګانې د تبرونو په تيرو څوکو غوڅې شوې، هيچا هم زما ددې عظيمې شتمنۍ د ساتلو مخنيوی ونشو کړای، زما د غيږې پر قيمتي کاڼو د پرديو هېوادونو بنګلې ابادې شوې؛ خو هۍ افسوس چې هيچا را ونه ګرځولې. زما په غيږ کې د بې وسه او بې کسه بچيانو سره، روانې بې عدالتۍ د عرش ستنې ولړزولې؛ خو هۍ افسوس چې د وخت د حاکمو چارواکو په زړه کې يې د نوک هومره زړه سوی هم راپيدا نکړ .

زه د نړۍ پر مخ د انسانانو هغه بدمرغه غيږه يم چې خپلو او پرديو هيچا راباندې زره قدرې زړه سوی او رحم هم ونکړ، زما د وجود ښکلاګانې يې لوټ کړې، زما له وياړه ډک تاريخ يې له خاورو سره خاورې کړ، له ما سره یې د مور او ميرې چلند تر سره کړ او بلاخره هغه څه چې يې غوښتل، هغه يې ټول راسره وکړل .

زما د غيږې استازو زما د ښايست په پيسو او زما د بچيانو پر حقوقو لویې لویې ماڼۍ جوړې کړې، زما پر خاوره واکمنو زما په سترګو کې خاورې وشيندلې او زما د ښايست ګاڼې يې ولوټلې، زما د غيږې مدني فعالانو او ژورناليستانو، زما پر بچيانو د روانې بې عدالتۍ د غږ اوچتولو په بدل کې پيسې واخستې او په لوی لاس يې په حقيقتونو سترګې پټې کړې.

ته، اې زما خدايه ! ما له اوسني حالت څخه را وباسه، زما پر حال رحم وکړه او زما د غيږې بچيانو ته د نېکۍ هدايت وکړه.

تاسو اې زما په غيږه کې رالويو شويو او زما په وينو تجارت کوونکو بچيانو! هغه ورځ لرې نه ده چې تاسو به يو ځل بيا زما په غيږه کې ويده کيږۍ او زما په پړوني کې به خپل مغرور سرونه پټوی، نو تاسو به زما پر وړاندې خدای ته د ترسره شويو بدمرغه کړنو ځواب څنګه ورکوی ؟

چې ماشومانو ته ورپاته شوله

دا غرنۍ پکتيا ميراته شوله

۱۳۹۵/۸/۲۸ ګرديز

مخکینې مطلب

کندز قومي مشران: امریکایي ځواکونو د خپلو وژل شویو عسکرو په غچ کې ملکي وګړي بمبار کړي

بل مطلب

هند کې د اورګاډي چپه کیدو له امله ۹۵ کسان وژل شوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com