اداري فساد سره د مبارزې یوولس ادارې

سرلیکنه
دوه کاله د مخه چې په نړیواله کچه افغانستان په اداري فساد کې لومړی هیواد یاد کړل شو، حکومت د اصلاحاتو په نامه د اداري فساد پر خلاف اداره جوړه کړه او دې ادارې به د څارنوالۍ او قضا د دروازو څارنه کوله، چې د مجرمو زندانیانو پر سر څومره معاملې کیږي.
د اداري فساد پرخلاف د مبارزې اداره ترڅه وخته ښه وه، څارنوالانو او یو شمیر قاضیانو به ترې ډډه کوله؛ خو چې کله د اداري فساد پر خلاف د مبارزې اداره خپله په فساد کې ککړه شوه، نو څارنوالانو او قاضیانو ته بیا د اداري فساد زړې لارې خلاصې شوې.
دا مها ل په افغانستان کې د ادارې فساد پر خلاف د مبارزې یوولس ادارې کارکوي او یوولس واړه ادارې د قاضیانو او څارونوالانو سره په زړو لارو روانې دي .
تیره ورځ د شفافیت نړیوالې ادارې په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د ژمنو په هکله چې ورسره یې کړې وې خپل یو تیار کړی رپوټ خپور کړ.
په افغانستان کې د شفافیت نړیوالې ادارې سره حکومت پنځوس ژمنې کړې وې، چې یادې ادارې د څیړنې څخه وروسته په خپل راپور کې د آسیايي او اُقیانوسیه برخو مسول ډاکتر سریراک پلیپټ په وینااولیکل:
په افغانستان کې د هرو اتو ډالرو څخه یو یې غلا کیږي.
د پلیټ په وینا، افغانستان دا مهال افغانستان د اداري فساد پرخلاف د مبارزې یوولس ادارې لري؛ خو اوس هم سره د یوولسو ادارو افغانستان په اداري فساد ککړ هیواد دی، باید اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي اقدامات وشي.
که حقیقت ته لږ څه ځیرشو په حکومت کې واک هغه چاته سپارل شوی چې په کارونوکې نه، بلکې په اداري فساد کې د تجربې سابقه لري، ترڅو چې د اداري فساد د مخنیوي لپاره په قوانینو او پالیسیو کې اصلاحات رانه وستل شي افغانستان به سره د یوولسو د فساد پرخلاف د مبارزې د ادارو په لرلو سره په نړیواله کچه لومړی او دویم هیواد وي.
په افغانستان کې چې د اداري فساد پرخلاف د مبارزې یوولس ادارې موجودې دي، که یولس نورې زیاتې شي بیا به په څلورو ډالرو کې یو ډالر غلا کیږي، څومره چې د اداري فساد پرخلاف ادارې زیاتیږي هومره کارکوونکو ته د اداري فساد له لارې لاس ته راوړو پیسو ویش زیاتیږي.
په افغانستان کې چې څه اداري فساد کیږي دا د څارنوالانو او محکمو ترمنځ په لاسوهنو او سیاسي اړیکو سره کیږي، ځکه په افغانستان کې حکومت خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی په مصلحتونو روان دی او د مصلحتونو په نظام کې اداري فساد د سیاسي اړیکو په لرلو سره تر پردې لاندی هر څه کیږي.
د افغانستان د شفافیت د څار ادارې اندیښنه چې په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې ادارې خپلواکي نه لري او د دغو ادارو په کاري چارو کې په مستقیمه توګه سیاسي مداخلې کیږي په ځای اندیښنه ده.
ځکه حکومت ژمنه کړې، چې د راتلونکي کال په شپږو میاشتو کې به له اداري فساد سره د مبارزې ملي استراتیژي جوړه کړي. د نورو ژمنو په څیر حکومت د یادې ادارې سره په کړو ژمنو کې هم پاتې راغلی او د اداري فساد پر خلاف د مبارزې یوولسو ادارو په لرلو سره په افغانستان کې په اتو ډالرو کې یې یو غلا کیږي، که دویمه سروې وشوه نو وبه ښوول شي چې په څلورو ډالروکې یې یو غلاکیږي.



