عزیر اسدخیل
آرمان د داسې يوه محبوب شي غوښتنې ته ويل کېږي چې :
الف – ترلاسه کول يې هيڅ ممکن نه وي بلکه نه کېدونکى وي . لکه چې يو بوډا ووايي : کاشکې ځوان شم !.
ب – ترلاسه کول يې مستحيل نه بلکه ممکن وي؛ خو ډېر ګران او سخت وي . لکه يو بې چاره ووايي: کاشکې پاچا شم!. ( تمنا) لپاره ( کاشکې) يا (ارمان) کلمه استعمالېږي.
او که د يوه محبوب شي ارزو وکړې؛ خو د حصول اميد يې وي، نو دې ته (هيله) ويل کېږي اود(هیلې) لپاره (کېدى شي) الفاظ استعمالېږي . لکه : کېدى شي چې عالم شم. يا: مالدار شم . يا: بريالى شم. همدارنګه د (هيله) کلمه هم د (تمې) لپاره استعمالېدى شي.
لکه : تمه لرم، چې الله تعالى به راته بخښنه وکړي. هيله لرم، چې هغه به راشي.
آواز
آواز غږ کولو ته ويل کېږي، چې مخاطب پام پرې د ځان خواته راوړل کیږي.
د آواز برخيزونه په درې ډوله دي:
١- يواځې (الف) د نوم په اخر کې راوړل او اوږدول لکه : برياليا! چې ( الف) يې په وازه خوله اوږدېږي.
٢- له نوم نه مخکې ( وا ) راوړل او وروسته ( الف ) راوړل او اوږدول لکه: وابرياليا!.
٣- له نوم نه مخکې ( يا ) راوړل او وروسته ( الف) لکه : يابرياليا!.
کله کله ځينې له (الف) نه وروسته (واو) هم راوړي لکه:
الف- برياليآو!.
ب- وابرياليآو!.
ج- يابرياليآو!.
او کله کله ځينې د ( اى ) کلمه يواځې هم استعمالوي او له مخکنيو جملو سره يې هم لګوي . لکه :
الف- ( اى! ).
ب- اى انور خانا!، اى انور خاناو!.
غږ اکثره د لرې لپاره کېږي او کله کله نږدې لپاره هم کېږي خو:
١- اواز پرې نه اوږدېږي.
٢- په اول کې د ( وا ) او ( يا ) کلمې نه راوړل کېږي.
٣- په اخر کې ( واو ) نه راځي.
٤- يواځې د ( اى ) کلمه ورته راوړل کېږي.
٥- کله ورسره ( ه ) هم په اخر کې زياتېږي لکه: اى انوره!.
٦- کله يواځې په اخر کې ( هـ ) ورسره زياتېږي او ( اى ) په سر کې نه راوړل کېږي . لکه : انوره!.
د مؤنث توپير
مخکې چې مو کوم غږونه ياد کړل؛ د مذکر لپاره وو، د مؤنث ( ښځينه ) لپاره يې توپير دادى چې:
الف – په اخر کې د ( الف ) په ځاى ( ې ) راوړل کېږي او اوږدېږي لکه زينبې ! چې (ې) ډېره اوږدېږي او راښکل کېږي .
ب – له نوم نه مخکې ( يا ) او وروسته ( ې ) راوړل کېږي . لکه: يازينبې!.
ج- له نوم نه مخکې ( وا ) او وروسته ( ى ) رواړل کېږي . لکه: وازينبې!.
د- له نوم نه مخکې ( اى ) او وروسته ( ې ) راوړل کېږي . لکه: اى زينبې!.
هـ – د ځينو نومونو له اخري حرف نه مخکې (الف) زياتېږي . لکه: واګلالاۍ!. شيرينای !.
مبتدا او خبر يا مسند اليه او مسند
مبتدا د خبرې هغه پيل دى، چې په هکله يې پرېکړه کېږي. او خبر هغه پاى دى، چې د همدې پرېکړې لامل وي.
بېلګې:
١- احمد ولاړ دى.
٢- ستوري ډېر دي.
٣- ورېځ نشته.
په پورتنيو درې جملو کې: (احمد)، (ستوري) او (ورېـځ) هر يو مبتدا بلل کېږي، چې د خبرې پيل پرې شوى دى؛ خو خبره پوره نه ده. که مونږ له (احمد) سره (ولاړدى) يو ځاى کړو او ووايو: احمد ولاړ دى. نو خبره پوره شوه او مونږ له يو کار نه خبر شو، چې هغه د احمد ولاړه ده. او که يواځې (ستوري) ووايو؛خبره پوره نه ده او د ستورو په هکله مو کومه پرېکړه نه ده کړې؛ خو که (ډېر دي) ورسره يوځاى کړو او ووايو: ستوري ډېر دي. نو خبره پوره شوه او مفهوم يې افاده کړ، چې د ستورو ډېروالى دى. همدارنګه که ووايو: (ورېځ) نو زمونږ ذهن ته د يوه نوم مسمى راځي او د هغه په هکله پرېکړه نه څرګندېږي؛ خو که (نشته) مو ورسره يو ځاى کړه او وموويل: (ورېځ نشته) نو جمله پوره شوه او مونږ ته يو مفهوم څرګند شو، چې د ورېځ نشتوالى دى.
د مبتدا او خبر نور نومونه هم شته لکه: (محکوم عليه او محکوم بِهِ)يا د معانيو د علم په اصطلاح: (مسند اِليه او مسند) ياد منطق په اصطلاح: (موضوع او محمول).
څرنګه چې زمونږ زياتې خبرې په مبتدا او خبر مشتملې دي، نو له همدې امله يې د ځينو احوالو او احکامو يادونه کوو:
















