د هغه وخت د ژوندیو پاتې شويو طالبانو د خولو خبره ده، چې په یوه کانټینر کې به یې دوه سوه، درې سوه طالبان په وچ زور او د کنداغونو په وهلو دننه کړل، د ګانټینر دروازه به یې پسې وتړله، پر طالبانو به د تنفس کولو لپاره هوا بنده شوه، له کندزه تر شبرغانه او نورو ځايونو هغه وخت ډېره لار وه چې سړکونه اکثره پاخه نه ول.
نو چې شبرغان ته به ګانټینر رسیدی، له دوو سوو او دروو سوو طالبانو نه به لس شل ژوندي پاتې ول، نور به ټول د تنفسي هوا د نه شتون؛ د ازدحام او د تندې له کبله په شهادت رسیدلي وو.
د هغه وخت د یو زنداني طالب له خولې مې کیسه اورېدلې، چې موږ یې په ګانټینر دننه کړو، وایي موږ هوښیاري وکړه، د کانټینر دروازه مو په وچ زور د نورو زندانیانو پر مخ وتړله، چې دوستمي ملېشو به هرڅومره دروازې ته نېږدې طالبان ووهل موږ به نه پرېښودل چې نورو طالبانو ته ځای ورکړي.
وای بالآخره دوستمي ملېشې مجبوره شوې چې دروازه راپسې وتړي.
طالب وای یوڅو دقیقې نه وې تېرې چې تنفس مو بند شو، له ملېشو مو د تنفسي هوا د راپرېښودلو غوښتنه وکړه، خو ځواب به یې په ډز سره راکړ چې ملګري به مو پکې خوږ او شهیدان شول.
هڅه مو پیل ګړه چې د تنفسي هوا لپاره باید کوم سوری پیدا کړو، روسته مو پام شول چې د کانټینر دروازه له لرګینو تختو نه جوړه ده، په دروازه پسې ونښتلو، ډېره هڅه مو وکړه خو آخر د یو کوچني منفذ او سوري په پیدا کولو بریالي شوو.
وای دې سوري ته به یو ځل یو طالب بیا په نوبت بل طالب پروت و ترڅو تنفسي هوا واخلي.
زما د بندي طالب هغه خبره اوس هم نه ده هېره، چې ویل یې موږ په کانټینر کې ډېر تږي شوو، د څښلو لپاره مو هیڅ شی نه لاره، نو مجبورا مو پر کانټینر باندې د تنفس خوله څټله چې په څټلو_څټلو سره به مو ژبو وینې وکړې او له خولې سره به مو يوځای خپله وینه هم څټله.
خو هغه طالبان چې دوستم شبرغان او نورو زندانونو ته ورسول، بیا یې هم زړه پرې یخ نه وو او له زندانونو به یې هره شپه ګڼ شمېر طالبان په کانټینرونو کې لويو دښتو ته وړل او هلته به یې په ډله اییز ډول وژل.
د دې وحشتونو خورا ترخې او بوږنونکې کیسې شته چې سړی یې د اوریدلو تاب نه لري.
دوستم، شمالي قومندانانو او امریکایانو پر زنداني طالبانو هغه ډول ظلمونه وکړل، چې شاید د انسانیت په تاریخ کې یې بیلګې ډېرې کمې وي، دوستم د امریکایانو د څو ډالرو لپاره زرګونه طالبان د امريکا د استخباراتي ټیم په غوښتنه تر تېغ تېر کړل او په دې کار سره یې ټول انساني حقوق وننګول.
















