غزل

محمدعلي عمري

پردښمن چي کړي حمله په کوي خوند

ورته نه کوي اسره په کوي خوند

هره لارکښي یې اجل ورته کرلی

کړي یې شوبلې ور اره په کوي خوند

ننګيالي دې  لويو غرونوکې وطنه

ورته تېره کاندي شپه په کوي  خوند

وي بسته کاروان ته لاره یې نيولې

دايمان زور ورسره په کوي خوند

ستا په  وس خو نورڅه نشته عمري

بس دعا ورته کوه په کوي خوند

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button