ګوډاګی پوځ د شړیدو پر خوا

أبوعابد
کفري هیوادونه په اسلامي خاورو له یرغل او اشغال وروسته تل په هڅه کې وي تر څو په خپلو مستعمره هیوادونو کې محلي پوځونه او نظامي تشکیلات جوړ کړي ترڅو په دې هیوادونو کې ددوی لپاره وجنګیږي، ددوی له سیاسي،پوځي، اقتصادي او فرهنګي منافعو دفاع وکړي او په دې توګه دمحلي کرایي او مرتزقه ځواکونو په مټو خپل اشغال ته دوام ورکړي.
امریکا او اشغالګر ملګري یې چې په افغانستان کې یې څه کم یونیم لک پوځونه او بیلابیل نظامي او ملکي پرسونل د متعال رب تعالی په نصرت له غوڅ شکست سره مخامخ شول نو یې د خپلو شکست خورده ځواکونو د بدیل او ځایناستي په حیث د داخلي ګوډاګي پوځ،پولیسو او ملیشو جوړولو او پراخولو ته زور ورکړ.امریکا د سلګونو زره افغان پوځیانو، پولیسو او ملیشو د جوړولو لپاره پراخ پروګرام تر کار لاندې ونیو. د هیواد په مختلفو سیمو کې قول اردوګانې، نظامي اکاډمۍ او د امنیتي ځواکونو د اوسیدو پراخ تاسیسات ورغول شول دغه راز د جلب او جذب یا سربازګیرۍ د پروسې لپاره هم په پراخ مالي ملاتړ تبلیغات او عملي کارونه شروع شول.
امریکایان وایي چې په تیرو څو کلونو کې یې په افغانستان کې د ۱۹۵ زره پوځیانو څخه جوړه اردو رغولې ده. دغه راز که پولیس، سرحدي ځواکونه او اربکیان ورسره حساب شي شاید د امریکا روزلیو مرتزقه ټوپکوالو رسمي یا د کاغذ پرمخ پرتې شمیرې تر دری لکو هم واوړي.
امریکایي اشغالګر ډاډه ول چې ددومره پراخو دفاعي ځواکونوپه تشکیل سره به وکړای شي د مجاهدینو د بیا د راګرځیدو او پرمختګ مخه ونیسي.اما په دې نږدې موده کې چې د افغانستان د جګړې معادله په نااټکله توګه دسرچپه کیدو په حال کې ده، مجاهدین پرلپسې پرمختګ کوي او حکومتي ځواکونو یې د مخنیوي وس بایللی په رسنیزو کې داسې حقائق رابرسیره شوي چې د امریکا لخوا جوړ شوی هغه پوځ د شړیدو او مطلق سقوط په حال کې دی چې امریکا ورته په دې هیواد کې د خپل اشغال د تمدیدپه لاره کې د امید د یوازینۍ مرجع په نظر کتل.
خیالي ځواکونه
په دې وروستیو کې یو شمیر تحقیقاتي ادارو او رسنیو له دې رازه پرده پورته کړې چې د افغانستان د امریکاروزلي پوځ، پولیسو او ملیشو په لیکو کې په لسګونو زره کسان داسې دي چې واقعي وجود نلري یوازې په ارقامو کې شمیرل کیږي او معاشونو یې د قومندانانو لخوا حیف او میل کیږي.
د ( حقوق او عدالت) په نوم تحقیقاتي بنسټ په خپله اعلان کړې سروې کې ویلي چې په افغانستان کې ۱۳۰ زره امنیتي ځواکونه یوازې خیالي او د کاغذ پرمخ شتون لري. ددوی په نوم معاش او امکانات اخیستل کیږي خو وروسته د امنیتي ځواکونو د مشرانو لخوا تر خپل منځ ویشل کیږي.
د یاد تحقیقاتي بنیاد مشر شمس الدین شمس رسنیو ته ویلي چې دوی په ۲۷ ولایاتو کې سروې کړې، د پوځ، پولیسو او نورو ځواکونو مراکزو ته ورغلي او د کره معلوماتو په بنسټ یې دغه راپور تیار کړی دی.
د هلمند د ولایتي شورا مرستیال عبدالکریم اتل څه موده وړاندې د امریکاغږ آشنا راډیو ته وویل چې دده د معلوماتو او اټکل له مخې د امنیتي ځواکونو ۴۰ فیصده یې یوازې خیالي وجود لري.د راپور له مخې هلمند ته د رسمي سهمیې او کاغذ پرمخ ۳۱ زره پولیس ورکړل شوي مګر په واقعیت کې ددې نیمایي هم هلته شتون نلري. نو ځکه طالبان توانیدلي چې ددې ولایت له پنځه نوي فیصده زیاته ساحه له حکومتي قواوو څخه ونیسي.
د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو د څارونکې ادارې( سیګار) مشر مفتش جان سوپکو تیر کال د امریکا کانګریس ته د معلومات ورکولو په مهال وویل چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو هغه ارقام نه شي تائیدولی چې د کابل حکومت یې ابلاغوي او دعوه کوي چې سلګونه زره فعال ځواکونه لري.
بله خوا د اسوشیټد پریس خبري اژانس له قوله د کابل د حکومت یوه لوړپوړې امنیتي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط دغه اژانس ته ویلي چې د افغانستان د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو رښتینی شمیر ۱۲۰ زره تنه دی چې د ضرورت وړ ځواکونو یوازې یو ثلث یې بللی شو.
د امریکا د ګوډاګي پوځ اړوند د خیالي ارقامو د حقیقت رابرسیره کیدل په ډاګه کوي چې دغه اجیر پوځ په حقیقت کې دومره ستر او ځواکمن نه دی لکه په اړه یې چې تبلیغات کیږي بلکې له اعلامیدونکو شمیرو په مراتبو کم او لږ سرتیري لري.
په سربازګیرۍ کې ستونزې
سږکال چې د لویې جرګې په خیمه کې د وژل شوي ولسمشر برهان الدین رباني پنځم تلین لمانځل کیدو له دود سره سم یو له مطرحو ویناوالو څخه عبدرب الرسول سیاف و. سیاف چې په حکومت کې په ژبور او مهم مشر سره پیژندل کیږي دغه ډول غونډو ته معمولا مهمې خبرې او پیشنهادات وړاندې کوي.
خو سیاف په دې وینا کې یوازې په یوه نقطه تاکید وکړ. نوموړي له حکومتي مشرانو په جدیت سره وغوښتل چې دده په خبره اولس د پوځ تر شا ودروي ترڅو اولس د پوځ لپاره د اکمالوونکي ډیپو رول ترسره کړي.سیاف وویل زموږ د اردو تلفات له حده زیات دي، که موږ د تلف کیدونکو سربازانو ځای ډک نه کړای شو نو ډیر ژر به مو امنیتي لیکي د افرادو له افلاس سره مخامخې شي.
د امریکا په مرسته جوړ شوی اجیر پوځ له پیله هم د سربازګیرۍ په برخه کې له اساسي ستونزه سره لاس او ګریوان و.دغه پوځ له ټول هیواد څخه په مساوي کچه د سربازګیرۍ امکان کله هم ونه موند بلکې ټوله اتکاء یې د افغانستان په شمال شرق اوځینو مرکزي یا ختیځو سیمو وه. د چارو شنونکي طوفان وزیري د شمشاد ټیلویزیون په یوه څیړنیزه خپرونه کې اعتراف وکړ چې همدا اوس حکومتي امنیتي ځواکونه د سربازګیرۍ په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي. ځکه ددې ځواکونو اتکاء په ډیرو محدو سیمو وه اوس چې پرلپسې د اردو او پولیسو عسکر وژل کیږي،کلابندیږي، په تسلیمۍ مجبوریږي او د ټپي، بندي او تلف شوي یې هیڅ پوښتنه نه کیږي بله دا چې د جګړې په سیمه کې ورته لازم اکمالات نه کیږي تردې چې په ډیرو سیمو کې عسکر په نس نه دي ماړه،د حکومت دې چلند ټول خلک پوهولي او اوس هیڅوک نه غواړي چې خپل ځوانان حکومتي اردو یا پولیسو ته داخل کړي.
وروستی دربدره حالت
که څه هم د امریکا لخوا د روزل شوې او ګمارل شوې اردو او پولیسو انحطاط له پخوا څخه پیل شوی و اما په دې وروستیو څو میاشتیو کې د حکومتي وسلوالو حالت یو مخ خراب او تر بدو بدتر کیدونکی دی.
د حکومت دننه داخلي نزاع او متداوم سیاسي تشنج،په نظام کې پراخ فساد او بې نظمي،د اکمالاتو نه رسیدل، ترچتې وتلي تلفات او د طالبانو سیستماتیک او ځواکمن بریدونه ددې لامل شوي چې حکومتي اردو په بشپړه توګه جګړه ایزه روحیه له لاسه ورکړي او یو په بل پسې د جګړې میدانونه وبایلي.
په وروستیو څو میاشتو کې د هیواد په مختلفو ولایاتو کې نه یوازې دا چې حکومتي قواوو درانه او بې سابقې تلفات ورکړي بلکې د زرګونو په شمیر عسکر او سلامت کنډکونه یې مجاهدینو ته تسلیم شوي هم دي.
په دې برخه کې د تسلیمیدونکو عسکرو په اړه د مجاهدینو نرمه او اغیزناکه پالیسي هم ددې لامل شوې چې حکومتي ځواکونو د جګړې په عوض تسلیمۍ ته وادار کړي.په تیرو څو میاشتو کې په هلمند، روزګان، کندز، بغلان، بدخشان ،کندهار، فاریاب او نورو سیمو کې په جمعي شکل ګڼ شمیر عسکر طالبانو ته تسلیم شوي او زرګونه میله سپکه او درنه وسله ، دغه راز د همر او هاموي ټانګانو په شمول جنګی وسایط یي مجاهدینو ته سپارلي دي.
د تسلیمیدونکو عسکرو سره مجاهدین داسې رویه کوي چې په لیدو یې نور عسکر هم تسلیمۍ ته زړه ښه کوي. مجاهدین په منظم ډول د تسلیمیدونکو عسکرو ویډیويي صحنې په ټولنیزو شبکو خپروي او په دې توګه حکومتي قواوو ته پیغام ورکوي چې د امریکا له ملګرتیا لاس واخلي او دوی ته تسلیم شي.
د مجاهدینو پوځي او رواني جګړې د حکومتي قواوو روحیات په بشپړ ډول ځپلي او هغوی یې تر تاثیر لاندې راوستي چې اوس حکومتي ځواکونه یا خو تسلیمیږي او یا هم له پوځي لیکو د فرار هڅه کوي چې په دې دواړو صورتونو کې امریکا روزلي اجیر ځواکونه د افرادو له کمښت او د مورال او انګیزې د وژل کیدو له ستونزې سره مخ کیږي نو ځکه په شکست محکوم کیږي.



