خواږه یادونه

شعر / بهار مستغفر
له ســــــترګو تاو کاږه باڼه د ځــــــینو
دا چي دوا لګي کاته دځــــــــــــــــینو
دهـــــجر تنـــــــــــده کړي عجیبه لنډه
دا لوی کــــــــــــمال لکه اوبه د ځـینو
لکه ګــــــــبین ورباندي روح تازه شـي
یادونه څومره دي خـــــــــواږه د ځینو
ښــــکلا حیرانه د ســـــــــــنګر ګردوته
چي پر پېـــــــــــکیو وي پراته د ځینو
چي کله ویښ شي زړه په اور سوځوي
ښه دی بس غم دي وي ویده د ځـــینو
بـــــــــهاره ! ځه د ښکلو چم ته ورشه
د قدم خاوره کړه رانــــجه د ځـــــینو
جمعه مبارکه : ۲ / ۳ / ۱۴۳۸ هـــ ق
د هجرت دیار



