ایډ ز د غرب د دیمکراسۍ تحفه

تبصره
هر کال په نړېواله کچه د دسمبر په لومړۍ نیټه د بدنام مرض ایډز په اړه غونډې کیږي. ددې غونډو پیل له ۱۹۸۸م کال راپدیخوا شوی دی؛ خو غربي هېوادونو دا پالیسي ده، چې د څه د غند لو لپاره غونډې جوړوي د هغه بد عمل په پراختیا کې مرسته کوي او مرسته څه چې هغه بد عمل پیل له همدې غربي هېوادونه لخوا شوی وي.
برعکس هغه د انسانیت د پرمختګ اعمال چې غربې هېوادونه یې نمایشي ورځې نمانځي، د هغې پرمختګ په وړاندې خپله همدا هېوا دونه خنډونه پیداکوي؛ خو په ظاهره نړیوالو ته داسې ښکاره کوي چې دوی نه، بلکې د پرمختګ عاملین یې نور دي.
افغانانو ته د غرب لخوا ایډز په تحفه(ډالۍ)کې راوړل شوی دی او د هغه چاپه لاس راوړل شوی دی، چې څه موده یې په غرب کې تیره کړې، د غربي کلتور او تهذیب د خپلولو له مخې یې عیاشي د دیمکراسۍ په نامه پیژندلې ده.
په ټوله نړۍ کې دا شرموونکی مرض لومړی په غربي هیوادونو کې سر راپورته کړی دی، بیا هغه هیوادونو کې راڅرګند شوی د کومو هیوادونو وګړو چې په غرب کې د دیمکراسۍ په نامه عیاشي کړې ده.
یو شمیر غرب نظره ډاکټران چې د غربي هیواونو په کاسه رالوی شوي وايی، HIV (ایډز) د وینې، په یوه چاړه د څو تنو د ږیرو یا سرونو د کلولو او یا د پیچکارۍ په وسیله چې د څو مریضانو لپاره استعمال کړل شي انتقالیږي.
موږ د مخه وویل، هغه څه چې د مخنیوي او غندلو وړ دي، غربي هیواونه یې په پرمختګ کې مرسته کوي. د عیاشیو او د ناروا جنسي اړیکو یادونه، لامل یې پټ ساتي څه چې حقیقت دی په هغې خاورې اړوي.
تر یو څه حده به د وینې، چړې او پیچکارۍ انتقال هم وي؛ خو په ایډز د اخته کیدو اصلي لامل ناروا غیر اخلاقي جنسي اړیکي دي، چې غربي هیوادونه په یوه او بله پلمه د د یمکراسۍ په نامه عیاشیو ته زمینه سازي کوي او نتیجه یې داشوه چې د غربیانو په څیر په غرب دوسته اسلامي هیوادونو کې هم ځوان نسل نارینه، ښځې او آن ماشومان هم په ایډز اخته شول.
په هغو هېوادنو کې چې غربیانو پکې قدم ایښې دی د دیمکراسۍ په نامه یې ورته ایډز ور ډالۍ کړی دی.
د مخه به یواځې په کفري او غیر اسلامي هیوادونو کې ایډز موندل کیده؛ خو د همدې کفري هیوادونو سره چې یو شمیر اسلامي هیوادونو ځانونه د دوستۍ په نامه نږدې کړي دي، په بدنام مرض ایډز یې اخته کړي دي.
په اسلامي هیوادونو کې لومړی هیواد ایران دی، چې د رضاشاه پهلوي په شاهي حکومت کې پکې امریکایي دیموکراسي دود وه، اوس هم پکې د شیعه مذهب له مخې (صیغه ) عملي کیږي چې دا دی تر یو لک زیات نارینه، ښځې او ماشومان پکې په ایډز اخته دي. په ایران کې په ایډز د اخته مریضانو شمیر تر ښودل شوي شمیر زیات و، خو۳۵۰۰۰زرو په ایډز اخته مریضانو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
په ټوله نړۍ کې افغانستان یا افغاني ټولنه د دا ډول بداخلاقیو پاکه ټولنه ده؛ خو چې امریکايي تهذیب او دیمکراسي (عیاشي) پکې دود شوه، دا دی په مرکز کابل، هرات، بلخ، کندز، ننګرهار، کندهار، او نورو ولایاتو کې ځوان او غربنظره افغانان چې د دیمکراسۍ په نامه یې عیاشيو ته مخه کړې ده، د ایډز په بدنام مرض اخته شوي دي چې روغتیایي مرکزونه یې له شرمه کره شمیره هم نه څرګنده وي.
هغه عمل چې د اسلام په مبارک دین کې ورته حرام ویل شوي دي، هغه د تل لپاره حرام او د انسان په تباهۍ تمامیږي، ځکه خو غربي هیوادونه په ساینسې تجربو د ډول ډول مرضونو درمل جوړولای شي، خو د ایډز درمل نه شي جوړولای، دا ځکه چې ناروا جنسي اړیکي یو غیراسلامي عمل او هیڅ کله به یې درمل ونه موندل شي.
د سروې له مخې دا مهال په نړۍ کې ۳۵میلیونه کسان د ایډز په مرض اخته دي دا دغربي هیوادونو د غیر اسامي قانون ثمره ده، د هر وایرس درمل جوړولای شي خو ددې وایروس (عیاشیو) درمل ورسره نه شته.
په افغانستان کې ایډز چا نه پیژانده او اوس یې هم اتیاسلنه افغانان نه پیژني. هغه چا یې لومړی نوم یاد کړی، چې په غربي ځانګو(کلتور) کې یې ځانګلي دي.
د مخه به نايي په یوه چاړه د ټول کلي ږيري او سرونه کلول، په یوه جام په ټولې کورني اوبه څښلې، د حجرې ټولې پینډې به په یوه کاسه کې ماته کړې ډوډۍ خوړله، په یوه ښکر به نایي د لسګونو کسانو وینه ایستله او په کومه چاړه به چې د کلي نایي پلار، ورپسې زوی او لمسي هم سنتاوه؛ خو چا د ایډز مرض نوم هم نه و اوریدلای.
په افغانستان کې هغه وخت د ایډز مرض تشخیص شو چې د امریکایانو سره یارانه جوړه شوه. یواځې د امریکا سره نه بلکې د ناټو د ټولو غړو کفري هیوادونو سره د یارانو مزي وغځول شول، امریکا لومړی دا تحفه (ایډز) خپلو همنظرو او پلویانو ته ډالۍ کړه؛ خو بد بختي داده چې اوس دا بدنام مرض د وخت په تیریدو سره له اسلامي تعلیماتو ناخبره ځوان نسل ته د نړیوالې بشر حقوقو ادارې په مالي مرسته د ښځو د حقوقو په نامه د غربي دیمکراسۍ (عیاشۍ) تر سیوري لاندې خوریږي.



