ډاکټر آصف
له څو پرلپسې کلونو راهیسې د سوریې پر مظلومو او مسلمانو خلکو د درې جنګي قاصبانو له لوري په همغګۍ سره خونړۍ جګړه پیل شوه، چې تر ننه دوام لري او خورا بوګنوونکې پیښې یې وزیږولې، چې نړۍ او تاریخ د یې د کرکجنو جنایاتو شاهدي ورکوي.
تیره ورځ د دغه جنګ دوه قصابان هر یو روسیه او امریکا د جګړې د سړولو په اړه سره پر یوه میز ناسته درلوده، لومړی قصاب امریکا د جګړې او انساني او بشري جنایاتو پړه پر روسیې واچوله او روسیې دغه پړه پر ملګرو ملتونو واچوله او ملګري ملتونه چپه خوله پاتې شول.
امریکا د دې لپاره چې د نړیوالو او په تیره بیا د مسلمانانو او بیا د سوریې د مسلمانانو په سترګو کې خاورې وشیندي او اغفال یې کړی اعلان وکړ، چې باید تر هر څه د مخه په سوریه کې د بشری ناورین د مخنیوي لپاره هلې وځلې وشي او د سوریې جنګ ځپلو خلکو ته بشري مرستې ورسول شي!!!
یعنی پر مظلومو خلکو له بمونو ورولو، د هغوی د کورونو او ښارونو لوټې لوټې کولو، د هغوی د میرمنو، ماشومانو، سپین ږیرو او ځوانانو تر دیوالونو او چتونو لاندې کولو، او د ژوندی پاتې شویو د ژوند د درهم برهم کولو وروسته اوس د دې وخت رسیدلی چی هغو کسانو ته چې لا هم روح پکې شته او ساه پکې چلیږي، باید چې بشري اولنۍ مرستې ور وروسول شي او چې کله لږ غوندې په خیټو ماړه شي او یا لږه د آرام ساه واخلي او په ورانو او نړول شویو کنډرو کې یو ځل بیا راغونډ شي نو باید بیا له سره پرې بمبار پیل کړل شي. او اسلامي نړۍ دې یې یواځې په فیسبوکونو او تلویزیونو کې نندارې ته کیني او د تمساح اوښکې دې ورته توی کړی او بس.
درې خونړیو قصابانو هر یوه: امریکا، روس او ملګرو ملتونو او ورسره د اسد وحشي پوځیانو ته میدان خالي دی، اسلامي خلافت ړنګ دی، او د اسلامي هیوادونو حاکمان د دوی د ډالرو غلامان ګرځیدلي دي، نو پر مسلمان ملت چې څه لوبي کول غواړی هغه باید وکړي ځکه چې همدا یې وخت دی او د پوښتنې کولو څوک نشته، او باید چې د اسلامي امت نه د هغو څو پیړیو پخوانیو جګړو او جنګونو او فتوحاتو کسات واخیستل شي چې د اسلامي خلافت لخوا د دوې پر سیمو کې ترسره شوي وو، او د دوی هیوادونو ته یې د اسلام دین رسولی و.
هو دغه درې همغګي قصابان باید د بشري مرستو تر عنوان لاندې خپلې صلیبي جګړې په ډیر حکیمانه ډول پر مخ بوزي.

















