کابل ټکی کام ۲۷میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د هلمند ولایت څخه مو همکار خبر را کړ چې له تېرې شپې را هیسې د بابا جي او ناد علي ولسوالۍ په لوی مانده سیمه کې د طالب جنګیالیو او امنیتي ځواکونو تر منځ سخته جگره روانه ده، چې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتی ده.
همکار زیاتوي، دا چې په سیمه کې د دواړو لوریو ترمنځ درنه جګړه کیږي، ځايي خلک له سیمې څخه وتلي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم رسنیو ته ويلي دي چې تېره یکشنبه د شپې مهال د باباجي په سیمه کې پر ځينو امنیتي پوستو طالب جنګیالیو برید ترسره کړ، چې اوس هم جګړه روانه ده،ځواک دعوه کوي چی طالب جنګیالي په شا تمبول شوي دي.
ځواک سربېره پر دې مني چې د مارجې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو مشر آصف خان او ۴ تنه پولیس وژل شوي دي او ۶ تنه نور ټپيان دي.

همدا راز یوه بله امنیتي سرچینه چې له نوم اخېستلو څخه یې ډډه کړې ده رسنیو ته ویلي دي، د نادعلي او باباجي په جګړه کې ۱۸تنه پولیس وژل شوي دي، او ۷تنه نور یې ټپيان دي.
د طالبانو ویاند ښاغلی قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي دي چې د هلمند ولایت د مرکز، لښکرګاه د لوی مانده سیمه کې شپږ امنیتي پوستې د دوی د جنګیالیو لاسته لوېدلي دي، امنیتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده، ۳۲ مړي یې په سیمه کې پاتې دي او له امنیتي ځواکونو څخه پاتې یو رېنجر موټر او نور مهمات طالبانو ترلاسه کړي دي.
















