د اسيازړه په کنفرانس کې د زړونو بدوالى
سرلیکنه
د هندوستان صدراعظم نریندرامودي ولسمشر اشرف غني ته تمه ورکړې، چې وروسته له دې به هندوستان د افغانستان سره د هوا د لاري تجارت پيل کړي او نور به افغانستان د اقتصادي لاس اړۍ څخه وژغورل شي.
د هندوستان او پاکستان ترمنځ د يوې مياشتي راپه دې خوا اړيکي د پخوا په نسبت نورې هم ترينګلي شوي دي او هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پاکستان لخوا د تورخم د دروازې په بندولو اړيکي خړې شوي دي. اوس نریندرا مودي د وخت نه په ګټې اخیستلو سره غواړي افغانستان ته غوړې تمې ورکړي، ترڅو افغانستان نه يواځې دا چې د پاکستان سره له تجارتي اړيکو لاس پر سر شي، بلکې د نورو ګاونډيو هيواونو سره یې هم د تجارتي اړيکو مزي سست شي.
پاکستان او هندوستان په خپلو کې ښې اړيکي نه لري ځینې وخت يو بل سره په نړيوالو غونډو کې له مجبوريته ګډون وکړي. خپله د هند صدراعظم نریندرامودي دمخه د پاکستان پولې ته څيرمه دهند شمالي ښار امرتسر کې يوې غونډې ته ويلي وو چې، دواړو هيوادونو درې ځلې سره جګړې کړې دي، نریندرامودي غواړي له فرصت نه په ګټې اخیستلو سره چې د افغانستان او پاکستان سره يو څه د زړه بدوالی راغلى، ځان د افغانستان سره نږدې کړي.
اشرف غني به په اقتصاد کې مفکروي؛ خو په سياست کې یې بايلودې ده، ځکه افغانستان خپلواکه دى په دې خپلواکۍ خو د ګورباچوف سره سردارداود خپل ژوند له سره ځار او خپله کورنۍ یې پرې له لاسه ورکړه، اشرف غني هم بايد د بل هيواد په ښو او ترخو اړيکو د خپل هيواد سودا ونه کړي، د هند او پاکستان په خپلو کې معامله او افغانستان يو خپلواک هيواد دى، هره موافقه به د خپل ولس او هيواد د پاليسیو سره سمه کوي.
په هند کې جوړ شوي کنفرانس کې اشرف غني د پاکستان د صداعظم سلاکار وزير سرتاج عزيز ته ويلي، چې افغانستان سره ٥٠٠ميلیونه مرسته په خپل هيواد کې د ترهګرو د ځپلو لپاره استعمال کړه، موږ ته یې مه راکوه.
که د اشرف غني دا خام سياست وي چې د نورو په اړيکو خپلې اړيکي د يوه هيواد سره خرابوي، نو دا هم کيدای شي سبا نورو ګاونډيو هيوادونو سره هم همدا ترخه ژبه وکاروي.
اشرف غني چې د اسيا زړه په کنفرانس کې سرتاج عزيز ته تندې خبرې کړي دي، دا یې افغانستان ته ګټه نه بلکې تاوان واړاوه، ځکه افغانستان ـ پاکستان او پاکستان ـ افغانستان ته اړ دى، چې په سيمه کې د ترخو او تاوجنو حالاتو د کنترول لپاره يو بل سره لاسونه ورکړي.
د امريکا او نړيوالو سياستوالو لخوا دا منل شوې ده، چې د افغانستان مسئله د سيمې او ګاونډيو هېوادونو له مرستې بغير نه شي حل کيدای، اشرف غني خو بيانه غواړي د افغانستان مسئله حل کړي.
تيره اوونۍ اشرف غني په عشق آباد کې قربان علي بردي محمدوف سره په خبرو کې د ګاونډيو هیوادونو سره د ښو اړيکو ژمنه وکړه او اوس چې امرتسر ته ورسيد سر پرې وګرځيده، د ګاونډيانو سره یې ترخه ژبه وکاروله .
که اشرف غني په مودي اشنا زړه تړي نو يواځې په مودي هم نه شل کيږي هندوستان سره خپله او پاکستان سره خپله لار نيول د افغان ولس په ګټه تماميږي. ترکي، کارمل، امين او ډاکټر نجيب هم د پوفانو او چوفانو پورې زړونه تړلي وو، چې پايلې یې له شرمه ډکې شوې.
افغانستان د پاکستان سره خپلې او له هنده سره خپلې تجارتي موافقې لري، له هند سره د افغانستان تجارت د جواهرلال نهرو له وفاته وروسته پيل شوی دی، افغانستان او پاکستان په ١٩٦٣کال فبروري په اسلام آباد کې يو ځل بيا په کابل کې د١٩٥٨کال د مۍ مياشتې په ٢٩مه، شوې موافقه تمديد کړه.
افغانستان دتجارت په اړه کوم بې اعتباره هيواد نه دى، افغانستان په نړيواله کچه په ١٩٦٤ميلادي کال د اپريل په شپږمه په جارکاتا کې د اسيا او افريقا په کنفرانس کې د افغانستان لخوا د عبدالرحمن پژواک په نمايندګۍ تجارتي حيثيت خپل کړی دی.
اشرف غني دې خپل افغان ولس ته په پخوانۍ سترګه نه ګوري چې ويل کيدل به«خوار په هندوستان هم خوار وي» اوس افغانان په هر هيواد کې د خپل سرنوشت په اړه خپل تصميم نيولاى شي.
افغانستان د هند سره په ١٩٦٤ميلادي کال د فبروري په مياشت کې هند ته د ماليې د وزير سيدقاسم ريښتيا په مشرۍ د تللي پلاوي او د پاکستان سره په ١٩٥٨ د مۍ په ٢٩ په کابل کې د شوې موافقې چې په اسلام آبآد کې یې د افغانستان د تجارت وزارت کفيل محمدعمر سرور د پلاوي مشري کوله، خپل خپل ځای لري.
افغانستان که د هر هيواد سره تجارت او يا نوري اړيکې ساتي دا معنى نه لري، چې د بل هيواد سره اړيکي دي اغيزمنې کړي .
اشرف غني هم بايد په هندکې جوړ داسيازړه کنفرانس کې دپاکستان سره زړه نه وای بدکړى ځکه افغانستان دامهال دګاونډيوهيواونوهمکاريوته اړدى نه زړونو بدوالي ته .



