لاروی
په افغانستان کې د افغانانو ژوند هغه وخت تريخ شو، چې تورمخو کمونستانو د خپلې خاورې، دين او افغانيت سره په جفا کرغيړنه کودتا وکړه او د کمونيزم عقيدې یې ته سرونه ټيټ کړل؛ خو پدې کودتا کې ټول کمونستان نه و شريک، يو شمير د کودتا وروسته د خپلو ګټو په خاطر کمونستان شول او هغو چې کودتا یې وکړه هغوی دمخه د کريملين په کاسه کې خوړلې او د کمونيزم په عقيده یې د افغانستان په پاک اوا سلامي هيواد کې د کمونيزم خورولو هڅې پيل کړې.
بد بختي داوه چې د کمونستي رژيم د نسکوريدا وروسته تش په نامه جهادي مشرانو هم په خپلو کې د اقتدار پر سر سره وخوړل او هم یې کابل په کنډوالو بدل کړ. هغه وخت که د افغان مظلوم او بې دفاع ولس د برخليک په اړه فکر شوى واى نن ورځ به د افغانانو ژوند خپله په افغانستان او بهرنيو هيوادونو کې تريخ نه و.
له پاکسان او ايرانه خو هر کال د يوه سياسي تريخوالي په نتيجه کې افغان کډوال خپل وطن ته په ډول ډول ستونزو سره راتګ ته مجبوريږي؛ خو دا دى اوس یې په غربي هيوادونو کې هم ژوند تريخ شو.
په اروپايي هيوادونو کې خو د افغانانو ژوند ځکه تريخ شو، چې په افغانستان کې د روانې جګړې اوس ترڅه حده خپلوهدفونو ته اروپايي ټولنه نږدې شوېده؛ خو اروپايي ټولنې په څير اندونيزيا هم په افغانانو پسې راخستې ده له کورونو څخه د وتلو او کارکولو اجازه نه ورکوي .
په اندونيزيا کې ميشت افغانان وايي د دوی ماشومان هم ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري. په اندونيزيا کې چې کوم افغان ګډوال مېشت دي هغه یې د سيساروا نومي په ښارګوټي کې راټول کړي دي او ددغه هيواد نورو برخو ته یې له تلو راګرځوي.
په اندونيزيا کې افغانانو کلونه ژوند وکړ، خو تر اوسه یې هغه هيواد د کډوالو په حيث نه پيژني او نه ورته په اندونيزيا کې د ازاد کار اجازه ورکوي.
يو شمير کډوال د جاوا په ټاپو کې ژوند کوي، چې د هغو برخليک هم نه دی څرګند، د اندونيزيا په جاوا او سيسار کې نږدې درې زره افغان کډوال چې اکثريت یې هزاره افغانان دي ژوند کوي.
دوی دیته سترګې په لاره دي چې د ملګرو ملتونو له خوا په بل هیواد کی د پناه اخیستو دپاره معرفي شي.
په اندونيزيا کې د افغان کډوال له تريخ ژوند ترڅنګ د آلمان د کورنیو چارو وزارت هم د روانې اوونۍ په سر کې اعلان وکړ، چې په روانه دسمبر میاشت کې به د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شي چې دلته په هیڅ صورت د پاتې کيدو چانس نه لري.
د مخه مو وويل له کومې ورځې چې د افغانستان په پاکه خاوره تور مخو کمونستانو پل ايښى دى له هغې ورځې د افغانانو ورځ بده شوې ده او دا دى تر نن ورځې له خپله برخه ليکه خبر نه دي د ژوند په اړه یې د برکسل په غونډو کې بهرني دښمنان نظرونه ورکوي او هره مياشت د يوې نوې بدبختۍ سره مخ کيږي.


















