طالبانو د غورماچ امنيه قوماندان له ۱۸ عسکرو سره ژوندی نيولی

کابل ټکی کام ۲۷میزان/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
وسله والو طالبانو د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالۍ امنيه قوماندان او ۱۸ نور عسکر ژوندي نيولي دي.
طالبانو ياده ولسوالۍ تېره شپه له جګړې وروسته له دولتي ځواکونو ونيوله.
د فاریاب امنيتي چارواکو ويلي وو چې د اردو عسکر او پوليس له جګړې وېرېدلي وو او چې څنګه طالبانو درې پوستې ونيولې، عسکرو هر څه ورپرېښودل او له سيمې يې پښې سپکې کړې.
تازه راپورونه وايي، چې طالبانو د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د عسکرو پر پوځي مرکز کې په بريدونو کې مېشتو عسکرو ته درنده مرګ ژوبله اړولې ده او امنيه قوماندان عبد المجيد ګيلم بافي يې په ټپي حالت کې له ۱۸ عسکرو سره ژوندی نيولی دی.
د غورماچ امنيتي مسؤولينو پېښه تأييد کړې ده او د نوم نه ښودو په شرط يې رسنيو ته ويلي، چې طالبانو د امنيه قوماندان لاسونه ورتړلي او اوسمهال يې په ولکه کې دی.



