پر افغانستان د اشغالګرو له یرغل سره د نیواکګرو او ګوډاګیانو پرضد یې دهیواد په مختلفو سیمو کي ولسي قیام پیل شو، دې ولسي پاڅون په لومړیو کي په لیري پرتو سیمو کي مقدس جهاد شروع کړ، خو لکه څنګه چي افغان مجاهد ولس د یرغل سره شدید حساسیت درلود، نو دیرغلګرو پرضد قیام یې ډير ژر پراخ او پیاوړی شو،تردې پوري چي کابل کي یې هم پردښمن خورا زیان اړونکي او هیښونکي بریدونه ترسره کړل .
دښمن د خپل پایښت او پیاوړتیا ښوولو په موخه دافغان ولس پاڅون داسي تعبیراواه چي ګویا څوکسان دپردیو په لمسون مخالفت کوي او نور دکوم مشکل سره نه دی مخامخ، خو په واقعیت کي دیرغلګرو ځواکونو او غلامانوپه وړاندي یې یو منظم پاڅون روان ؤ او دی .
مکار دښمن او هغوی چي ددښمن داستعمار په لومه کي بند شوي دي او س لا هم هڅي کوي چي دافغان ولس روانه سپېڅلې مبارزه پردیو ته منسوب کړي، دامکان ترحده خپل تلفات او جنایات پټ کړي او دمجاهدینو پر لاسته راوړنو خاوري وشیندي .
داچي یوازي د عزم دسږ نیوعملیاتو له پیل سره مجاهدینو څومره بریاوي ترلاسه کړي او دښمن ته یې څومره ډیر ځاني او مالي زیانونه اړولي چي بشپړ ولسي ملاتړ اوهمکاري نه وي موجوده ممکن نه ده،د مجاهدینو فتوحات تر یوې سیمي او سمت پوري محدود نه دي، د هیواد په مختلفو سیمو او سمتونو کي یې دښمن ته سخت شکست ورکړ. مثلا دعزم عملیاتو په بریمن بهیر کي مجاهدینو دکندوز ښار په ګډون دکندوز او بغلان ډیري سیمي او ولسوالۍ فتحه کړې،بدخشان کي یې بهارک،وردوج او ډیري نوري پراخي سیمي او په تخار کي یې اشکمش،خواجه غار او ینګي قلعه ولسوالۍ ولکه کړې،په سرپل کي یې د کوهستانات مهمه ولسوالۍ اود مرکز ځیني سیمي ونیولې،په جوزجان کي یې خماب او اقچه او په فاریاب کي یې دالمار، قیصار،پشتونکوټ سربیره د خواجه موسی او ګرزین ولسوالۍ ترخپلې سلطې لاندي راوستلې،په بادغیس کي یې غورماچ او دمختلفو ولسوالیو پراخي سیمي فتحه کړې. په فراه کي مجاهدینو د خاک سفید، بالابلوک او ددغه ولایت دمساحت په ډیره برخه سپین بیرغ ورپاوه،په ارزګان کي یې دخاص ارزګان،چارچینو،دهراوت ولسوالیو او مرکز ځیني مهمي سیمي ونیولې،په هلمند کي یې د نوزاد، موسی کلا ولسوالۍ په بشپړه توګه او د سنګین، کجکي، ګریشک او نورو ولسوالیو ډیري سیمي ولکه کړې. په پکتیا کي مجاهدینو د زرمت، ډنډ پټان،اریوب او په پکتیکا کي دګواشتې، اومنه، وازي خوا او نورو سیمو کي لویې لویېسوبې ترلاسه کړې،په غزني کي یې د ناوې، خوګیاڼو ولسوالیو دبشپړې نویني سربیره د نورو ولسوالیو له ګڼو سیمو دښمن وځغلاوه. په ننګرهار کي مجاهدینو د حصارک، خوګیاڼو،شیرزادو او د مشرقي په سطحه په لغمان، کونړ او نورستان کي ډیري لویې سیمي د دښمن له وجود څخه پاکي کړې او هلته یې دامن سپین توغ ورپاوه.
په کاپیساکي مجاهدینو دمختلفو ولسوالیو دځینو سیمو دفتحي ترڅنګ د تګاب ولسوالي د سمیټي دیوالونو پرته نوره ټوله ولسوالي نیولې،په کابل،پروان، لوګر او میدان وردګ کي اتلو مجاهدینو پر دښمن هیښونکي بریدونه ترسره کړل او بیلابیلو ولسوالیو کي یې دښمن دخپلو بیسونو تخلیه کولو ته مجبور کړاو وروستي لویه بریا داده چي داسلامي امارت قهرمانو مجاهدینو دکابل – کندهار لویه لاره په ورځو ورځو تړلې وساتله او ګډ دښمن ته یې دتلفاتو اړولو سربیره دا ثابته کړه چي مجاهدین هر وخت او په هرځای کي ددوی د ټکولو او ننګولو توان لري .
ولسي پاڅون لا څه ډول وي؟: داچي مجاهدین له یو ټوپک سره د هیواد د ختیځ او لویدیځ، شمال او جنوب په سمه او غر کي د ورځي او شپې نه تنها اوسیږي، بلکي د دین او وطن څخه د دفاع اتلواله مبارزه یې جاري ساتلې ،پر کورنیو او بهرنیو دښمنانو حملې کوي او دښمن یې د بې حسابه زر او زور کارولو سره سره ونه توانیده چي دجهاد او ازادۍ چیغه یې خاموشه کړي، اما برعکس یرغلګر او لاسپوڅي یې دمعاصري نړۍ د پرمختللي ټیکنالوژۍ او وسلو په موجودیت کي هم د افغانستان په کوم غره او لیري سیمه کي شپه نه شي تیرولای، نو د طالب په نامه روانه مبارزه چي ولسي پاڅون ونه بلل شي، ولسي قیام لا څه ډول وي؟واضح ده که د تعصب عینکي له سترګو لیري شي نو د یرغلګرو او کابل رژیم پرضد روان جهادي مقاومت بېله ولسي پاڅونه بل څه نه شي کیدلای .