ولايتي شورا: ارزګان ولایت ۹۰ سلنه د طالبانو په لاس کې دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۱) الماس خدرخیل
د ارزګان ولايتي شورا وايي، چې د دې ولايت امنيت اوس هم له ګواښ سره مخ دی او ۹۰ سلنه خاوره یې د طالبنو په لاس کې ده، دوی وايي امنيتي ځواکونو هيڅ پرمختګ نه دی کړی.
د ياد ولايت د ولايتي شورا رئيس محمد بارکزي ازادۍ راډيو ته په خپلو څرګندونو کې وويل، چې له ډېرې مودې راپيدا امنيتي ځواکونه يواځې د ترينکوټ پر مرکز او د ولسواليو پر ودانيو حاکميت لري نوره ټوله سيمه د وسلوالو طالبانو په لاس کې ده.
د نوموړي په وينا د ياد ولايت د شپږو ولسواليو لارې د مرکز ترينکوټ سره اوس هم د ترافيکو پر مخ تړلي او د دغه ولايت ۹۰ سلنه ځمکه د وسله والو طالبانو په لاس کې ده.
نوموړي زیاته کړه: ((د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښارته په درې کېلومټرۍ کې اوس هم وسلهوال طالبان شتون لري، نو زه وايم چې د ارزګان ولایت ۹۰ سلنه ځمکه د وسله والو طالبانو په لاس کې ده، موږ له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوو چې د ارزګان امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي)).
په ورته وخت کې د ارزګان ولايت يو شمير اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولايت کې له درې مياشتو راهيسې جګړه روانه ده او افغان امنيتي ځواکونو هيڅ پرمختګ نه دی کړی.
بل پلو د ياد ولايت امنيه قومندان مل پاسوال ولي جان د ولايتي شورا خبرې ردوي او وايي، چې زه کله ارزګان ولايت ته راغلم نو صرف د امنيه قومندانۍ ودانۍ د امنيتي ځواکونو په لاس کې وه خو اوس زمونږ افغان امنيتي ځواکونو د پام وړ پرمختګ کړی دی.
بل پلو وسلوال طالبان هم وخت ناوخت په دغه ولايت کې د سختو جګړو خبرونه ورکوي، طالبانو تېره ورځ ادعا کړې وه، چې د ارزګان ولايت مرکز ترينکوټ د پای ناوې د تالانې په سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره جګړه وکړه، چې پکې يې د درې شوبلو په ګډون پکې ۱۵ تنه امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوله او پاتې نورو يې له سيمې پښې سپکې کړې.



