له مغازې سودا واخلۍ او وځئ، پیسې به دې اوتومات ورکول کېږي

الماس خدرخیل

د امریکا متحده ایالاتو کې د امازون تجارتي کمپنۍ د «Amazon go» په نامه په یوې نوې ټیکنالوجۍ کار پیل کړی، چې په مټ به یې مشتریان له دوکانونو او مغازو څخه توکي پیري او پیسې به د دوی له امیزن اکاونټونو څخه په اتومات ډول ګرځول کیږي.

د دوی په وينا، چې نوموړی پروګرام به اخيستونکی څاري چې له مغازې يې کوم توکي راواخيستل او بيا به يې له حسابه په اتومات ډول پيسې اخیستل کېږي.

د یادونې ده چې دغه کار د یو ټیبلیټ موبایل په واسطه تر سره کیږي.

لومړی یو مشتري مغازی ته داخلېږي، خپل موبایل یو خاص ماشین ته ور نږدې کوي، وروسته تر دې د ټولې مغازې توکي له موبایل سره د خاصو سیګنلونو په واسطه رابطه نیسي، کله چې اخيستونکی له مغازې بهر کیږي په اتومات ډول د توکو قیمتونه د نوموړي له اکاونټ څخه کټ کیږي.

ويل کېږي دا به په ۲۰۱۷م کال کې فعال شي خو د امريکا خلک په هغه هېواد کې د دې ټیکنالوژۍ نه خوښ نه دي، د دوی په وينا که دا فعال شي زیاتره خلک به خپلې دندې له لاسه ورکړي، چې دوی ورته job killer وايي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button