دتیری مئی میاشتي په ورستیو کې چې د امریکا مشر په افغانستان کې دطلبانو او دولت ترمنځ دپخلاینې او سولې په اړه د امریکاېی رسنیو سره په مرکې دطالبانو د کمزورتیا یادونه وکړه خپله امریکائې رسنیو سره ئې هم پوښتنې را ولاړې کړی چې دافغانستان لرې پرتې سیمې تر اوسه پورې د طالبانو په کنترول کې دي او تاسې ( اوباما ) ئې د کمزورتیا یادونه کوی!!
اوباما په خپله وینا کې ویلي ؤ طالبانو ته دسولې ښه فرصت دی نور د طالبانو زور اوبه شویدی ، باید د همدې فرصت نه ګټه واخلي، سوله وکړي او دافغان دولت سره شریکه اداره جوړه کړي.
خو د کندز سقوط اوله کندز نه د افغان ځواکونو تيښتې دامریکائی رسنیو پوښتنو ته ځواب ووایه او ښکاره یې کړه چې د اوباما تحلیل د طالبانو د قوت په هکله سم نه دی.
اوس چې دفاریاب دغورماچ اولسوالي د طالبانو په واک کې ولویده، ښایې نور لاملونه ئې هم وي خو د یوې خوا د فاریاب د امنیتي پوځونو لویدلې مورال چې د څلورو میاشتو په تیریدو ئې میاشتني معاشونه نه ؤ آخستي او د بلې خوا خپله د غورماچ د تښتیدلو پو ځونو په وینا د څلورو ورځو را پدیخوا اولسوالي محاصره وه، دڅو ولسوالیو څخه راغلو طالب وسلوالو پر لپسی بریدنو ته دوام ورکاه او د بیا بیا غوښتنو سره مونږ ته نوی وسلې او جنګي تجهیزات راونه رسیدل ، مونږ مجبور شو چې له اولسوالۍ ووځو او طالبانو ته ئې پریږدو.
بل لامل یې ، په فاریاب کې ددولتي پوځي چارواکو اختلافات دی او شاید ورسته يې رسنۍ را برسیره کړی چې یو شمیر ئې د مخه په نظر کې نیولي شوي او له دندو ګوښه کړل شي چې دوی نه غوښتل د خپل اختلاف په لرلو سره دغورماچ اولسوالۍ بشپړ دفاع وکړي.
دمعلوماتو له مخې غورماچ اولسوالۍ ته چې د څلورو ورځو د محاصرې په دوام وسلې او نور مهمات د نووو قواؤ په شمول ور ونه رسیدلي د اختلاف او دولتي پوځي افسرانو تر منځ بې باورۍ او نه همغږي ده چې د غورماچ اولسوالۍ ئې د سقوط سره مخ کړه.
دغورماچ اولسوالۍ اوسیدونکو چې دڅلورو ورځو د محاصرې او جګړې څارنه ئې کوله وائی : د غورماچ په اولسوالۍ د تیرو نورو اولسوالیو به څیر جکړه نده شوی ډیره په اسانه او کم مقاومت اولسوالۍ طالبانو ته تسلیم کړل شوه څلورو ورځو محاصره کې په اولسوالۍ مرګوني جکړه نده شوې د اولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو د اولسوالۍ د پوځي قوماندان سره د اړیکو وینا هم کړیده او د شپې لخوا خپل پوځونه ایستل ئې هم د اړیکو درلودلو دلالت کوي.
په هر حال د اوباما د هغې وینا ځواب د طالبانو پر لپسې کامیابیو چی په پایله کې د کندز د نیولو او ورپسې دفاریاب د غورماچ تسلیمیدل چې د ملیشو قوماندان دوستم به غرور سره دفاریاب او په تیره بیا د غورماچ څخه د طالبانو د نیشت دعوه کړې وه .
د غورماچ د 500 کسیزي قطعې د قومندان او د 209 شاهین قول اردو قومندان کوهبندي تر منځ چې روان اختلافات دوام ولری نږدې ده چې دقیصار اولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ورشي مونږ دفاریاب د پوځي قومندانانو اختلاف ځکه دغورماچ د سقوط لامل باوروو چې دګرزیوان اولسوالۍ په سقوط کې هم د نه همغږي راپورونه ورکړل شوي وو.