ټیپو سلطان اته ویشتمه برخه

په تير پسې…

«درنه سلطانه!» قاسم علي خان د خپل ځان د سمبالولو هڅه وکړه «بې له  شکه  چې په کلا کې د جنګ  پراخه وسایل  او د خوراک څښاک پوره ذخیرې موجودې وې خو د ایاز خان په اشارې سره  ټولو مسؤلینو زما د حکم څخه  سر وغړاوه  او زما د اجازې پرته یی د دښمنانو سره  سازش  وکړ اوهغوی یې کلا ته را ننویستل. پدې خاطر زه  هم مجبور  شوم… ما به څنګه کړي وای  چې په داسې حالاتو کې د کلا څخه  راوتلي وای او د سلطان حضور ته مې ځان  ور رسولی وای؟»

دا ټول هر څه  درواغ وو او قاسم علي خان  پوره مکاري کوله. ځکه  چې هغه  نه  یوازې د ایازخان د بغاوت ملاتړ کړی وو بلکه د سلطاني ځواکونو په خلاف یې په جنګ  کې  پوره ونډه هم اخستې وه.

سلطان د هغه د دې عذر نه وروسته د هغه څخه یوه بله پوښتنه وکړه:

که چیرې ستا دا  خبره  سهي وي چې ستا دلاس لاندې کسانو ستا له حکم  نه مخالفت کړی وو نو بیا تا په دې اړه ولې سلطان یا سلطاني لښکر ته  خبر  ور ونه  لیږه؟ په دې اړه پخپله ستا راتلو ته څه اړتیا وه؟ تا خو کولی شو چې دا خبر د کوم  مخبر په لاسو راولیږې، د دې نه څرګندیږي  چې تا  پخپله غداري کړې ده  او اوس د خپل ځان د خوندي ساتلو  لپاره  بهاني لټوې.»

د قاسم سره د سلطان د دې پوښتنې په اړه هیڅ ځواب  نه و، سلطان په دې اړه د سلطنت  د اراکینو څخه  مشوره  وغوښته. ټولو په یوه خوله د دې غدار د څټ  د پرې کولو سلا ورکړه.

هماغه وو….. چې سلطان د هغه  د اعدامولو  حکم وکړ.

بله ورځ بخشي  زین العابدین ته حکم  ورسید چې هغه دې غدار  قاسم علي خان په سولۍ باندې و ځړوي. د شاهي حکم  په  اساس  زین العابدین خان  د محمدعلي کمیدان په لورې ورغې  او ورته یی وویل:

«درنه سرداره! ماته حکم شوی دی چې  قاسم علي خان  په سولۍ  وځړوم، په دې اساس  له تا نه  غواړم  چې قاسم علي خان  ماته  حواله کړې  ترڅو زه د شاهي حکم  تعمیل وکولې  شم.

محمدعلي کمیدان  سر را پورته کړ او بخشي زین العابدین ته یې د کتلو پرته په  بې پرواهۍ سره وویل:

«بخشي! ایا تاته  معلومه  نه ده چې  قاسم علي خان زما په پناه کې دی، ښه به داوي چې هغه وبخښئ. او که نه هغه ته د پهانسي کولو د مخه  ما باید په  سولۍ را ځوړند  کړئ.»

بخشي، د محمدعلي کمیدان د مرتبي او رتبي څخه پوره  خبر و په دې خاطر یی د هغه سره بحث و نکړ او نه یې د هغه څخه د قاسم علي خان د په زور اخستو  هڅه وکړه. بلکه د هغه ځایه پټه خوله راپاڅید او نیغ د سلطان دربار ته ورغی.

« درنه سلطانه! ما سردار محمدعلي کمیدان  ته وویل چې قاسم علي خان زما په لاسو کې راکړئ ترڅو یې د سلطان د حکم  په اساس په سولۍ راوځړوم، خو محمدعلي کمیدان زما په ځواب کې وویل چې قاسم علي خان د هغه په پناه کې دی او ښه به وي چې هغه  ته بخښنه وکړل شي. او که  نه  د هغه د سولۍ  د ځړولو نه مخته  ما په سولۍ و ځړوئ .»

سلطان د زغم او صبر نه کار واخست  او په هغه  ورځ یې د قاسم علي خان په دار ځړول  وځنډول او بیا یې محمدعلي کمیدان  ځانته راوغوښت.

«سردار محمدعلي کمیدانه! تا ته معلومه  ده چې قاسم علي خان د سلطنت  غدار او مجرم دی او د هغه  په اړه  د پهانسۍ کولو  حکم  شوی دی، په دې خاطر د قانون او حکومت د وقار اوعزت د ساتلو په خاطر  هغه ته  پهانسي ورکول  اړین دي ..»

سردار محمدعلي کمیدان د سلطان خبرو ته کوم ځواب  ورنکړ. هو!  هغه د هغه  ځایه راپورته شو او د سلام کلام پرته  بیرته راستون  شو.

نور بیا……..

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button