(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳۰) زرغون خوږیاڼی
د سویس په زرویخ ښار کې اسلامي مرکز ته نږدې یوه وسله وال کس په خلکو ډزې کړي دي.
رویټر خبري اژانس ته ځايي پولیسو ویلي، چې په ډزو کې ۳ کسان ټپيان شوي دي او برید ګر په تیښته بریالی شوی دی.
پولیسو ویلي، چې د زرویخ ښار د اورګاډي په تم ځای کې د بریدکوونکي پلټنه روانه ده او له ښاره وتلې لارې بندې شوي دي.
د سویس خبري اژانس«بلیک» وايي، د پيښې انګیزه ناڅرګنده ده، چې د وسله وال کس د برید هدف اسلامي مرکز و او که بل څوک.
ځايي رسنیو ویلي، چې په ټپيانو کې یو سپين ګیری شامل دی، چې د اسلامي مرکز سره نږدې ویشتل شوی دی.

















