(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳۰) زرغون خوږیاڼی
د جرمني پولیسو ویلي، چې په برلین ښار کې د لارۍ په واسطه برید کوونکی یې نیولی، ددوی په وینا بریدګر پاکستانی دی.
تیره شپه د جرمني په پلازمینه برلین کې یوه لارۍ چلوونکي د کرسمس د ډالیو په بازارګي خپله لارۍ په تیزۍ سره وروستله،چې د وروستیو معلوماتو له مخې په پيښه کې ۱۲ کسان ووژل شول او تر ۵۰ زیات ټپيان شول.
د جرمني ډي پي اې خبري اژانس ویلي، چې بریدګر د پولیسو لخوا نیول شوی دی، په پلټنو کې څرګنده شوې چې بریدګر د پاکستان یو پناه غوښتنونکی دی، چې د ۲۰۱۶ز کال په فبروري میاشت کې جرمني ته ورغلی دی.
یادې سرچینې ویلي، چې دې شخص تر دې مخکې هم کوچني جرمونه کړي، تر اوسه لا څرګنده نه ده چې دا برید یوه ترافیکي پیښه وه او که قصدي عمل.
ویل کيږي چې د ټېلر په واسطه د برید پر مهال په موټر کې د یو تن جسد موندل شوی دی چې د پولنډ د هېواد تابعیت لري. همداراز ټېلر هم د پولنډ د هېواد نمبر پلېټ درلود.

















