په ترکیه کې د امریکا په سفارت ډزې شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳۰) زرغون خوږیاڼی

تیره شپه ناوخته د ترکیې په انقره ښار کې یوه وسله وال کس د امریکا په سفارت ډزې کړي دي، چې له امله یې سفارت تړل شوی دی.

د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو په وینا، برید کوونکی د سفارت مخې ته ۸ ډزې کړي، خو چاته پکې زیان نه دی اوښتی.

د سرچینې په وینا، د سفارت ساتونکو دغه وسله وال کس ژوندی نیولی او ځايي پولیسو ته یې سپارلی دی.

په ترکیه کې د امریکایي سفارت په خبر پاڼه کې د برید پخلی شوی دی، ددوی په وینا په ډزو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، اوسمهال په ترکیه په انقره، ادانا او استنبول ښارونو کې د امریکا ټول سفارتونه تړل شوي او خپل کارونه یې ځنډولي دي.

ویل کیږي چې د امریکا سفارت هم په انقره کې د روسیې په سفیر د برید ځای ته نږدې موقعیت لري.

تر اوسه ددې برید انګیزه نه ده په ډاګه شوې.

په انقره کې د امریکا په سفارت برید په داسې مهال ترسره کیږي، چې تیره ورځ هم د ترکیې یوه پولیس د روسیې سفیر په ډزو ووژلو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button