(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳۰) زرغون خوږیاڼی
په المان کې یوې کمپنۍ پر ښځو د جنسي تیري د مخنیوي پتلون جوړ کړی دی، تر څو ښځې او نر د جنسي تیري له زورونو څخه په امن کې وي.
د سپوتونیک پښتو په حواله، د المان په اوبرهاوزن ښار کې یوې سوداګرې «ساندرا» د ښځو لپاره سپورتي ماډل پتلون«نیکر» جوړ کړی، چې تر ډيره حفاظتي سیستم لري.
ساندرا چې د جرمني د یوه سوداګر لور او سندرغاړې ده ویلي دي، دا فکر وروسته له هغه ورته پیدا شو چې د اوبرهاوزن ښار په یوه پارک درې ځوانانو پر دې د جنسي تیري هڅه وکړه.
د ساندرا لخوا جوړ شوی پتلون یا نیکر د «خونديتوب پتلون» په نامه یادیږي، چې د خطر په وخت کې زنګ وهي او تر لرې یې اواز رسیدای شي، همدرانګه ځانګړی کمربند لري چې څوک یې پرې کولای او څیري کولای نه شي او که د پرې کولو هڅه یې وشي نو د پولیسو حوزې ته هم د خطر زنګ وهي.
په دې وروستیو کې په ټوله نړۍ کې او تر ډيره بیا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسي تیري او نورو تاوتریخوالو پيښې زیاتې شوي دي، چې په استعمال سره به یې دا پتلون یو څه پرده پوښ شي.

















