نور به ريبوټ د پخلي چارې پر مخ وړي

الماس خدرخیل
ساینس پوهانو یو ډول ریبوټ جوړ کړی، چې سوپ ته ورته کتغ پخښولی شي، د لاسونو حرکتونه يې مسلکي اشپزانو ته ورته دي او د اشپزانو په شان لوښي هم کاروي.
نوموړی ریبوټ په کتغ کې کارېدونکي بېلابېل توکي هم پيژندلی شي.
دغه ریبوټ په ۲۰۱۸ کال کې مشتريانو ته د خرصولو لپاره وړاندې کېږي.
ويل کېږي د دغه ريبوټ بيه به پنځلس زره ډالره وي، چې خلک به ترې د اشپزۍ په چارو کې استفاده کوي.
د نړۍ هېوادونه بېلابېل قسمونه ريبوټونه جوړوي، خو تر دې وړاندې جاپان يو ډول ريبوټ جوړ کړی، چې د انسان په شکل او انسان ته د هرې خبرې جواب په ډير نارمل حالت کې ورکوي.
د جاپان لخوا جوړ شوي ريبوټ ډير خلک حيران کړل، ځکه چې دغه ريبوټ په څو ډوله خبرې کولی شي، دغه ريبوټ چې په يو مارکيټ کې ولاړ و، يو کس ورنه په عربي ژبه پوښتنه کوي؟ څنګه يې؟ هغه ورته وايي: الحمدلله.
د جاپان ساخت ريبوټ د خلکو پوښتنو ته په ډيره اسانه سره جوابونه ورکولی شي او ښه والی يې دادی چې په څو ژبو خبرې کولی شي.



