په نا منیو کې دامن راز !

لیکنه : س سیرت
په نړیواله کچه په یو شمېر هېوادونو کې دزور واکو او پراختیا غوښتونکو واکمنیو کې نا امنی پیل شوي چې دهغه هېوادونو داوسیدونکو ژوند یی په خپل هېواد او کورونو کی تریخ کړيدي ددی هېوادونو موخه بی وسلو هېوادونو استعمال او استعمار هدف وي چې په څه ډول دغریبو هېوادونو له مجبوربتونو خپل اهداف لاس ته راوړي.
دتیر ۶۰ کالو راپدیخوا چې شرقي او غربي پلاکونو په خپلوکې دزورواکۍ سيالي پيل کړیده
په لویه اسیا کې يې دجګړو په دوام دخپلو ډول ډول وسلو دپلورلو زمېنه برابره کړیده اړهېوادونو يې دیوې خوا دغربت او مجبوریت او دبلې خوا دنا امنیو په اور کې وسوزول، مونږ په لویه اسیا کې دافغانستان یادونه کوو چی نه یوازی په پوځې لحاظ یې محاصره کړیده بلکه د مخه ئې دکلتوري تبلیغاتو او نورو رسنیو په وسیله د هیوادوالو ذهنونه یرغمل کړیدی چې د جګړې په دوام د ځوان نسل ذهن خو په بشپړ توګه غرب ته رسیدلی دی.
اروپایې هیوادونو چې په سر کې یې امریکا ده په اروپا کې د اسلام د ځغلنده خپریدا څخه ویره لري چی غربي میشتو غیر مسلمو داسلام په حقیقت پیژندنه اسلام ته مخه وکړه چې وخت په وخت د عیسویت او بت پرستی څخه د مبارک دین اسلام طرف ته مخه کوي.
اسلام یوازینی دین دی چې د انفرادي زندګي پر ځای ئې اجتماعي زندګي سره په ټولنه کې د مینې او محبت ، ورورګلوۍ ، اخلاقیت او انسانیت پیژندنه یو دبل سره کړیده.
اسلام د مبارک دین راز پدې کې دی چې په هر ډول نا امنیو کی د اسلام قانون عملي کیداي شي او د امن راز پکې نغښتی دی.
داسلام د مبارک دین یوازی اسلامې تعلیمات او عبادات ندی چی دژوند کولو راز پکی خوندی دی بلکه د ژوند نورو برخو کې لکه عقاید، معاملات ، اخلاق ، د ژوند اصول ، د خپلو او دوستانو سره انساني او اخلاقي چلند د اعمالو رښتیا والي، د ټولنې په منځ کې د اسلامي روایاتو مطابق د سیاسي کړنلارې خپلول ، د سالمې لارې لارښوونه ، د اسلامي اصولو په رڼا کې د هر دور د خلکو سره ښې اړیکې لرل دا ټول هغه څه دی چی په سختو نا امنیو کې انسان د امن راز خپلولی شی.
هر هغه بنده چی لوی الله ته ریښتینی ووسي خپل اولس ، قوم او وطن سره په پوره خلوص او پاکه اراده مینه ولري په دنیا کې هیڅ داسې قوت نشته چی دې ډول انسان ته به تاوان ورسوي.
که په نړۍ کی هر ډول نا امني وي خو یاد صفات چی څوک خپل کړی هغه به د سکون او ارام ژوند تیروي کله چی هم د اسلامي اصولو په رڼا کې یو بنده ژوند پیل کړي د نورو فرضې عباداتو ترڅنګ به د قرآن کریم تلاوت هم کوی.
زمونږ دا عقیده ده چی سکون او آرام د قرآنکریم په تلاوت او د اسلامی اصولو په خپولو کی دی؛ سکون په مال ، دولت نظامی لښکرو ، لوړو رتبو ، د هیوادونو په بادشاهیو کی نشته یوازې او یوازې سکون او امن په تقوا او پرهیزګارۍ کې دی چې تر ټولو رازونو په سختو نا امنیو کی تردی بل غوره راز نشته.
د نړی په کچه په شپږمه عیسوی سلیزه کی تورې تیارې را خورې وېهره خوا وحشت ؤ، فساد ، فتنې ، غیر انساني او غیر اخلاقي اعمالو جال په خلکو خور ؤ؛ انسانیت سا ورکړی وه خو چې کله ددواړو جهانو سردار دنیا ته تشریف راوړ د اسلام سپیڅلي رڼا وځلیده انسان ته د اسلام د مبارک دین په پیژندلو او حقانیت منلو انسان ته په انسانیت وکتل شول.
اوس په اسیا او په ځانګړی ډول په افغانستان کې د فساد او وحشت تورو وریځو لمن خوره کړیده که مونږ پدې نا امنیو کې د امن دراز خپلولو لار خپله کړو انسانی ژوند ته به یو نوي سا ورکړو.



