ټیپو سلطان شهید (دیرشمه برخه)

په تير پسې….
لا تر اوسه هغه مقتل ته نه ورسیدلې چې سردار کمیدان په یوه فیل سپور هلته ور ورسید، قاسم خان یې بیرته د سپاهیانو څخه واخیست او د خپل ځان سره یو ځای یې په فیل سپور کړ.
د خپل دغه غیر قانوني او ناروا حرکت سره یو ځای یې هلته د قاسم د په دار کولو لپاره را ټولو شویو خلکو ته ورغږ کړ چې:
«هغه څوک چې له ماسره تلل غواړي د ویرې او ګواښ پرته دې له ماسره راځي …»
دلته په مقتل کې د عوامو نه علاوه ګڼ شمیر فوځي دلګي هم راغلي وو، په دې کې داسې فوځیان هم و چې د سردار علي کمیدان تر قومندې لاندې جنګیدلي وو او د هغه په وړتیاوو باندې قایل وو. پدې اساس د هغه په دې اواز باندې دوه درې سوه کسان د هغه سره روان شول.
اوس نو هغوی د سرنګاپټم په لور روان وو، دا چې اراده به یې څه وه؟ پدې اړه هیچا ته علم نشته. خو په څرګنده توګه دا ښکاره بغاوت وو.
د محمدعلي کمیدان د دغه اقدام په اړه سمدلاسه سلطان خبر کړل شو.
«درنه سلطانه! سردار محمد علي کمیدان مقتل ځای ته راغلی وو او قاسم خان یې په زور د عسکرو څخه تر لاسه کړ، اوس یې هغه د خپل ځان سره یوځای په فیل سپور کړ او د سرنګاپټم په لور روان دی، هغه دوه درې سوه سپاهیان هم و غولول او له ځانه سره یې یو ځای کړل. اوس هغوی د یوه جلوس په څیر روان دي».
د سلطان په مخ ژورې لیکې را څرګندې شوې او نوره یې د صبر کاسه ډکه شوه. هلته د هغه سره ګڼ شمیر سرداران موجود وو .
سلطان، پداسې حال کې چې د غصې څخه رپیده وویل: «غازي خانه! ته او سید حمید خان د هغوی پسې ورشئ او هرڅنګه چې کیږي هغوی بیرته راوړئ».
د سلطان د حکم سره سم غازي خان او سید حمید خان د دربار څخه پورته شول او څو ډلګي عسکر یې له ځانه سره واخیستل او د محمدعلي کمیدان پسې روان شول.
محمدعلي کمیدان به په سختۍ سره درې څلور مایله واټن وهلی وو چې دوی یې مخې ته ودریدل. خپل آس یې د هغه د فیل تر مخ و دراوو او ورته یې وویل:
«سردار محمدعلي کمیدانه! سلطاني حکم دی چې تاسې ستا د حواریونو سره یو ځای په هر صورت چې شونی وي بیرته له ځانه سره یوسو، تاسې پخپله بیرته ستنیدو ته حاضر یاست؟ او که د ځواک څخه کار واخلم؟
پدې وخت کې د محمدعلي کمیدان دماغ ټکان وخوړ او خپل فیل یې بیرته را و ګرځاوه. د غازي خان سره تللو عسکري ډلګیو د محمدعلي کمیدان او ورسره ملګرو شاوخوا را تنګه کړه . کله چې فیل بیرته راستون شو نو باغي ډلې هم بیرته راستنې شوې، غازي خان هغوی ټول د خپلې څارنې لاندې د سلطان حضور ته راوستل.
تر هر څه د مخه د سلطان سترګې په قاسم علي خان و لګیدې، سمدلاسه یې حکم وکړ چې:
«د دې غدار څټ خو لمړی پرې کړئ »
جلاد هملته نژدې موجود وو، هغه سمدلاسه د سلطان د حکم تعمیل وکړ او مجرم یې په سزا ورساوه. بیا سلطان د محمدعلي کمیدان د نظربندۍ حکم وکړ او یو شمیر باغي عسکرو ته یې هم د مرګ سزا ورکړه او د یو څو نورو غوږونه اوپوزې یی ورپرې کړې …
نور بیا ….



