په سوریه کې د روسیې په سفارت د هوان بریدونه شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغوم۹) زرغون خوږیاڼی

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې په سوریه کې د دوی په سفارت د وسله والو مخالفینو لخوا د هوان بریدونه شوي، چې د سفارت په مرکز کې دننه لګیدلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې، چې د سوریې په دمشق ښار کې د روسیې د سفارت په انګر کې دننه د هوان توغول شوې مرمۍ لګیدلي دي.

ددغ وزارت په وینا، ځینې یې له دغومرمیو نه دي چاودیدلي چې د هوايي ځواک د انجینرۍ ډلې به په دغه سفارت کې د توغندیو او ناچاودیدلو مرمیو د شنډولو کار پیل کړي .

د روسیې دخارجه چارو وزارت ويلي، چې دمشق ښار ته نږدې سیمو کې د وسله والومخالفین شتون د روسیې سفارت او د سفارت کارکوونکو ته لوی ګواښ دی.

 یاد سفارت ویلي، چې د هوان مرمیوکومه مرګ ژوبله نه ده رامنځته کړې؛ خو د سفارت ودانۍ ته یې زیان اړولی دی.

روسیې د سوریې داسدي رژیم په ملاتړ دغلته د سوریې د ازادو انقلابیانو په وسله والو هوايي بریدونه کوي، چې تر ډيره يې ملکي وګړي هدف ګرځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button