سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

د طالبانو کامیابه ډېپلوماسي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
دسمبر 29, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
9
ځلې شریک شوی
111
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

جواد څارگر

سره ددې چې د طالبانو زیات تمرکز په وسله واله مبارزه دی، مګر په دې وروستیو کې په ډېپلوماتیک ډګر کې خورا فعال بریښي، او دوسله وال مقاومت ترڅنګ، په ډېپلوماتیک ډګر کې هم خورا ښه ځلېدلي .

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

طالبانو ته آن له پیله په کار وو، چې د وسله وال مقاومت ترڅنګ یې ډیپلوماتیکې هلې ـ ځلې ګړندۍ کړې وای، ممکن همدغسې یې کړي وي؛ خو دا چې نړۍ له امریکا وېره درلودله، او یا تر یوه حده د طالبانو جامد سیاست و نړۍ له طالبانو لېرې پاته وه(البته د امارت دواکمنۍ پر مهال) او طالبان یې محض د امریکا له عینکو مطالعه کول، ځکه یې پر ضد نړۍ یو قطب شوه.

اوس چې په افغانستان کې د غرب او امریکا ناوړه اهداف، دسیمي دولتونو ته څرګند شول؛ دوی مجبور دي چې د سیمې فعاله پوځي او نظامي قوتونو ته لاس وغځوي او دګډ دښمن پر وړاندې متحد شي.

دمګړۍ طالبان ددې سبمې یو مطرح پوځي قوت دی، پنځلس کاله یې په کمو ـ تومو پوځي وسایلو د زبرځواک مقابله وکړه، لسګونه الوتکې یې ورته نسکورې کړې، سلګونه شوبلې یې ورته تس ـ نس کړې، زرګونه پوځیان یې ورته مړه او شل ـ شوټ کړل، ان په استخباراتي مراکزو کې یې چاؤدنې ورته وکړې او د افغانستان مځکه یې ورته سور تنور ګرځولې.

دا دطالبانو کامیابه ډېپلوماسي ده چې نړۍ یې بیا ځل دوه قطبه کړه او امریکایان یې تر یو څه حده تنها او یواځې کړل.

امریکایان چې دنړۍ بدماشۍ ته یې مټې بډ وهلې وې، دطالبانو دکامیابي ډېپلوماسۍ له برکته، نن نږدې دوستان له لاسه ورکوي.

د نظامي بریا ترڅنګ دا د طالبانو ستره سیاسي بریا ده چې د نړۍ ابر قوتونه یې په پلوۍ غږ پورته کوي، حقوق یې مني او د تورلیست څخه دویستلو غوښتنې یې کوي. یو وخت داسې هم و چې امریکایانو به ویل او نړۍ به منله، اما اوس نړۍ طالبان د امریکا له عینکو نه ویني، بلکې نېغ په نېغه طالبان ویني ـ څاري او همغسې برخورد ورسره کوي.

ځینې خولې چې د طالبانو پر ضد ناوړه تبلیغات کوي او د همدې لپاره ګومارل شوي، موږ ترې یو څو پوښتنې کوو:

که دګران هیواد څخه دغربي او امریکایي اشغال دخاتمې او دهیواد د استقلال په پار، له روسانو سره تعامل جُرم وي؛ دطالبانو دپرځولو لپاره د امریکایانو سر بکَف غلامي دکوم قانون له مخې جواز لري؟

که دروسانو سره تعامل دملي ارزښتونو ضد وي، دنظارشوری له طالبانو چېرې وتښتېده او همدغه روس ته کډه شوي افراد، همدا نن ستاسې په دولت کې کلیدي پوستونه نلري؟

که دروس سره تعامل له شرعي پلوه مردود وي؛ دلطف له مخې ‘هاتوا برهانکم ان کنتم صادقین’. او که نه د ملي ارزښتونو پر ضد وي او نه دشرعي اوامرو پر ضد، بیا مو غوغا ولې جوړه کړې؟

پوهېږو چې تاسې ته دهیواد تر ګټو خپلې ګټې معتبرې دي او غواړۍ تل ددې ولس په احساساتو او سرنوشت لوبې وکړئ.

همدا تاسې به نعرې وهلې؛ طالب چېری دی چې سوله ورسره وکړو، منت ورته وکړو، عذر یې وکړو او د وطن د ابادۍ لپاره سره یو شو.

نن چې طالب ښکاره دی، او نړۍ پیدا کړ، تعامل یې ورسره شروع کړ، د طالب ځواک، سیاسي بصیرت او پوځي قوت او قیادت ته سلامي شول؛ تاسې یې پر خلاف نعرې پورته کړې چې هلۍ غلام شو، هلۍ وطن یې په سور کافر خرڅ کړ او……..

اصلاً ددې هیواد دبدمرغۍ سبب همدا تاسې یاست او نه غواړئ چې هیوادوال مو سوکاله او خوشاله ژوند ولري، غواړئ تل مکارانه سیاست وکړئ، ولس وغولوئ، تر څو ستاسې شخصي ګټې دتل لپاره خوندي پاته شي، خیر که د ولس په غاړو کې د اشغال طوق پروت وي.

د سوکاله، خپلواک او اسلامي افغانستان په هیله

لوی ټکي: طالب دیپلوماسي
مخکینې مطلب

هغوی ته چې د ږیرې په هکله پوره معلومات نلري

بل مطلب

په سوریه کې د روسیې په سفارت د هوان بریدونه شوي

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com