(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی۱۵) زرغون خوږیاڼی
وروسته له هغه چې د هیواد په شمال کې د داعش ډلې د موجودیت او فعالیت خبرونه ورکول شول، اوس ثابته شوې چې دغې ډلې ته له پنجشیر ولایت څخه وسلې ورلیږل کیږي.
د کوکچه خبري اژانس ویلي، چې له وسلو او مهماتو ډک کانټینرونه له پنجشېر څخه د خاواک کوتل لور ته روانېږي، د شپې له خوا له کانټینرونو څخه وسله ښکته کېږي او د اسونو په وسیله د وسلو هغو سوداګرو ته رسول کېږي، چې په سیمه کې له داعش وسله والو سره اړیکې لري.
په راپور کې ویل شوي، د کانټینرونو خاوندانو د سیمې اوسېدونکو ته ویلي چې په کانټینرونو کې چاودېدونکي مواد هم وي، چې په کانونو کې د زمرودو او نورو قېمتي ډبرو د راایستلو لپاره کارول کېږي
اژانس همداراز د پنجشېر په خینج او سفید چهر سیمو کې د هیرویینو د نویو لابراتوارونو د جوړېدو یادونه کوي او وايي چې نن سبا د پنجشېري ځوانانو په منځ کې د مخدره موادو کاروبار غوړېدلی دی.
کوکچه خبري اژانس وايي، چې په پنجشیر ولایت کې هغه پخواني قومندانان او زورواکان چې په وروستیو کلونو کې یې زیاتې پیسې او شتمنۍ پیدا کړي، داعش ډلې ته پیسې ورکوي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو، چې دوستم په جوزجان ولایت کې داعش ډله جوړه کړې او له دې لارې غواړي خپلې شخصې ملیشې په داعش لیکو کې ځای پر ځای کړي.
څه وخت وړاند ې خپله رشید دوستم او امریکايي ځواکونو په یوه وړاندوینه کې ویلي و، چې د داعش وسله واله ډله غواړي خپل ۷۵۰۰ وسله وال د هیواد په شمال کې ځای پر ځای کړي، همغه وخت شنونکو ویلي وو چې دوستم د امریکا په مرسته په شمال کې داعش وسله واله ډله پیدا کوي.

















