جهاد او جنګ

لیکنه فضل الله مخبت

دويمه برخه

د في سبيل الله جهاد شرائط :

مخکې مو واضح کړه چې د الله تعالى په لاره کې جهاد يوه خپل سري ،عنعنوي او تعصبي (قومي او تنظيمي ) جګړه نده بلکه د يو لړ خاصو قواعدو او قوانينو له مخې ترتيب او اداره کېږي ، د دغه شرائطو په لړ کې مو د لمړي شرط يعني “د ايمان شرط” باندې رڼا واچوله  او واضح مو کړه چې د ايمان د موجوديت او د هغه پر غوښتنو د عمل کولو پرته جهاد کما حقه جهاد ندى او نه الله تعالى ته د قبول وړ دى ـ

اوس راځو دويم شرط ته يعني :

(2):- دويم د تقوى شرط : جهاد د الله جل جلاله يو ستر عبادت دى او د عبادت فضيلت هغه وخت پر ځاى وي چې مجاهد د الله تعالى صحيح عبادت ګذار او متقي وي ، الله تعالى په قرآن کريم کې مسلمانانو ته دا واضحه کړې ده چې الله تعالى د متقيانو ملګرى دى او د مشکلاتو او تکليفونو څخه د وتلو او د مٶمنانو او مجاهدينو د کارونو د آسانۍ يوازينۍ لاره يې تقوا ښودلې ده او بس ـ

او د کاميابۍ لپاره يې موږ ته امر کړى دى چې تقوا  وکړو او د الله تعالى څخه ووېرېږوـ

الله تعالى فرمايي :واعلموا ان الله مع المتقين ـ يعني پوه شئ چې الله تعالى د متقيانو سره مل او ملګرى دى ـ

او فرمايي :ومن يتّق الله يجعل له مخرجاً ـ ( او څوک چې د الله تعالى څخه ووېرېدو نو الله جل جلاله به ورته د مشکلاتو څخه د وتلو لاره ورته برابره کړي ـ

ومن يتّقِ الله يجعل له من أمره يسراًـ  ( او څوک چې د الله تعالى نه ووېرېدو نو الله جل جلاله به ورته په کارونو کې آسانتيا راولي يعني کارونه به يې ورته آسانه کړي )

واتقوا الله لعلکم تفلحون ( او د الله تعالى نه ووېرېږئ او تقوا وکړئ د دې لپاره چې کاميابي او فلاح مو په برخه شي)

همدا رنګه فرمايي :  ان تتّقوا الله يجعل لکم فرقاناً ويکٙفِّر  عنکم سيئاتکم ويغفر لکم والله ذو الفضل العظيم

يعني : که تاسې د الله تعالى نه ووېرېږئ او د ګناهونو څخه توبه اختيار کړئ نو وبه کړي (الله جل جلاله )ستاسې لپاره فيصله ( د مٶمنانو په عزت او د کافرانو په ذلت ) او ليرې به کړي له تاسې څخه ګناهونه ستاسې  او مغفرت به وکړي تاسې ته ؛او الله تعالى د لوى فضل او رحمت څښتن دى ـ

لنډه دا چې د جهاد او مجاهدينو د کاميابۍ ،فتحې او اللهي نصرت د لاس ته راوړلو لپاره تقوا يوه مهمه او لازمي وسيله او شرط دى

او مجاهد بايد د ايمان راوړلو او لرلو وروسته د الله تعالى څخه ډارېدونکى ، د ګناهونو څخه پرهېز کوونکى او د حرامو کارونو او خوراکونو څخه په کلکه ځان ساتونکى بنده وي او په دې لړ کې د خپل توان او استطاعت مطابق هڅه او کوښښ وکړي لکه الله تعالى چې فرمايي : فاتقوا الله ماستطعتم ـ څومره مو چې توان وي د الله تعالى څخه وېره وکړئ ـ

تقوا په اسلامي شريعت کې د ټولو حرامو شويو کارنو څخه ځان ساتل دي ـ

او وايي چې بنده تر هغه متقي کېدلاى هم نه شي تر څو چې د شکمنو او شبه والا کارونو څخه هم ځان ونه ساتي

 د مجاهدينو د فتحو او برياوو او د ناکاميو او بدمرغيو عوامل هم په همدې  ټکي پورې تړلي دي ؛ هرځاى چې مجاهدين فاتحان دي دا د هغوى د مادي اسبابو د قوت تاثير نه دى بلکه دا راز يې په همدې تقوا کې نغښتى دى چې له امله يې الله تعالى د خپلې وعدې مطابق مجاهدينو ته فتح ،نصرت او عزت ورپه برخه کوي ـ

مګر د في سبيل الله جهاد پرته په نورو ملي، عنعنوي ، تعصبي او خپل منځي جګړو کې نه يوازې د تقوا لرل شرط نه دي بلکه دا جګړې اصلا د کاملو مٶمنانو له شان سره لازمې نه دي او دا د فاسقانو او کمزور ايمان والاو او متعصبو خلکو کار دى کوم چې په اسلامي شريعت کې د سخت ترديد لاندې راغلي دي او حتى تردې چې په اکثرو مواردو کې نبي کريم صلى الله عليه وسلم دوى د خپل امت څخه خارج بللي دي

د افغانستان د نويمې لسېزې خپل منځي جګړې هم د اسلام او مسلمانانو سره د غدارانو او خائنانو له لوري وشوې کوم چې په ټوله کې اسلامي امت او خاصتاً افغانانو ته يې دروند مادي او معنوي اضرار و تکليفونه ورسول خو دا چې دوى د جهاد په نوم د افغانانو په سرونو ،مالونو او ملکيتونو لوبې وکړې نو ځکه الله تعالى دا دى په دې دنيا هم اسلامي امت ته د دوى څېرې بربنډې کړې چې دوى مجاهدين نه بلکه غداران وو او تعصبي جګړې يې کولې ، او د آخرت عذاب خو زموږ د تصور څخه لوړ دى ، الله رب العزت دې موږ د دوى له ټولي سره نه حشر کوي او الله د دنيوي او اخروي عذاب او ذلت څخه نجات راکړي ـ  اللهم آمين

نوربيا ـ ـ ـ ـ

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button