کابل ټکی کام۳۰میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د پاکستان د بلوچستان ایالت د کچې نومې سیمې د شیعه وو په یوه جومات باندې ځانمرګی برید شوی دی، چې ۹ تنه پکې وژل شوي دي.
د سیمې ځایي خلک وايي چې چاودنه د شیعه وو په یاد جومات کې د لمونځ کولو پر مهال را منځته شوه.
دوی وايي چې تراوسه پورې ۹ تنه وژل شوي دي، او ۷ تنه نور ټپيان دي. په چاودنه کې ټپيان شوي د مرستندویه ادارې لخوا ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې هم د کوئټې په ښار کې پر یوه بس چاودنه وشوه چې ۱۱تنه پکې ووژل شول.