کابل ټکی کام ۰۱لړم/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
تېره ورځ د هلمند ولایت امنیه قومندان پاسوال زاخېلوال ادعاء وکړه چې د دغه ولایت په لښکر ګاه، باباجي او نورو اړوندو سیمو کې یې عملیات پیل کړي دي او په لسګونه طالب جنګیالي یې وژلي دي، او د طالب جنګیالو تر ولکې لاندې سیمې یې بېرته نیولي دي؛ خو ښاغلي ذبیح الله مجاهد دغه ادعاوې بې بنسټه بللي دي.
همدا راز مجاهد ویلي دي چې اوس هم هغه سیمې د دوی د جنګیالیو تر ولکې لاندې دي کومې یې چې درې ورځې وړاندې له افغان ځواکونو څخه نیولې وې.
مجاهد وايي چې افغان ځواکونه دغه ادعاوې ځکه کوي چې تر څو مورال بایلليو ځواکونو ته روحیه ورکړي.
د هلمند ولایت د شوراء رئیس هاشم الکوزي رسنیو ته ویلي دي چې امنیه قومندان په یادو ادعاوو کې درواغ ویلي دي، او ټولې سیمې د طالب جنګیالیو په ولکه کې دي.
مجاهد اوس هم د جګړې د دوام خبر ورکوي او وايي چې د دوی جنګیالي د هلمند د مرکز په ۳ کیلو مترۍ کې جنګیږي.