د فرعون تاريخ تکراريږي!

ليکوال: امين وردګ
ويل کيږي چې زرگونه کلونه وړاندې د (بلخ) له قلمرو څخه عربي جزیرو ته د فرعون او هامان په نومونو دوه کسان تللي و، دې دوو کسانو په لومړي سر کې له یوې هدیرې نه دېوال را وگرځاوه او په مړیو یې تجايي کېښوده؛ بیا نو کله چې د پاچا لور مړه شوه او دې هدیرې ته یې د دفن کولو دپاره راوړله؛ نو د هدیرې ساتونکو (فرعون او هامان) هديرې ته د ننوتلو اجازه ور نه کړه او د تجایۍ غوښتنه یې له باچا کوله.
له ښه ډېر مال تر لاسه کولو وروسته یې د پاچا د لور جسد ته د ننوېستلو او هلته د خښولو اجازه ورکړه.
نو له همدغه ځایه د فرعون او پاچا ملگري هم پیل شوه.
د فرعون او پاچا ملگري ټینگېدله؛ آن تر دې چې د مصر پاچا فرعون د خپل وزیر په توگه وټاکلو.
کله چې فرعون د خزانې وزیر شو؛ نو په طول د څو کلونو کې یې لویه شتمني د ځان د پاره هم زیرمه کړه.
بلآخره یې یو کال اعلان وکړ چې؛ د ټول رعیت یا ملت د یوه کال خراج (مالیه) به فرعون له خپلې شخصي شتمنۍ څخه دولت ته ورکوي، چې په دې کار یې د ډېرو خلکو توجه د ځان خواته واړوله. لنډه دا پاچا په داسې وخت کې مړ شو چې؛ فرعون د خلکو زړونه خپل کړي وو، اعلان وشو چې؛ باید څوک باچا وټاکل شي ؟
سورې، نارې پیل شوې چې له فرعون پرته هېڅوک هم عادل او زړه سواندی نشته.
بلآخره… فرعون د مصر باچا او حاکم شو.
نو ده چې د خپل رعیت بې ساري مینه ولیده، بس سم له لاسه يې د خدایۍ د دعوې هوډ هم وکړ؛ مگرله دې کار نه خپل مخلص ملگري او وزیر (هامان) پښېمانه کړهغه به ورته ویل چې تر دوو لسیزو باید داسې احمقانه اقدام و نه کړې؛ ځکه چې اوس لا خلک پر پخوانیو عقایدو ټينگ ولاړ دي؛ نو که د داسې کمعقلي وکړه بس په شاهي ماڼۍ کې به دې سم له لاسه چرماري کړي! نو داسې وکړه چې د اوسني دور ماشومان و روزه، تعلیمي نصاب جوړ کړه، وخت پر وخت د خپلې خوښې موضوعگانې پکې دننه کوه، له دیني علماوو سره بد سلوک مه کوه، هر قسم سختي که راتلله نو زغمې به یې، تر څو چې خپل هدف ته نه یې رسیدلی او هغه هدف به هم په خپله خوښه د نوي نسل روزنه وي.
نو ده هم له معمول سره سم د خپل مکار مشاور (هامان) خبره ومنله او عملي يې کړله.
کله چې اتلس کلونو پوره شول؛ نو هامان ورته وویل چې ” اوس خلکو ته طبيعي آزادي ورکړه، عقاید یې پریږده چې د دوی د طبیعتونو تقليد وکړي”
ده هم د مکار وزیر مشوره یو ځل بیا ومنله؛ کله چې شل کلونو پوره شول؛ هامان اجازه ورکړه چې ” اوس د خدایۍ اعلان وکړه”
نو کله چې فرعون په عام محضر کې د خدایۍ اعلان وکړ؛ بس تر اتیا سلنه ډېرو خلکو بلا یعنې (منو دې) لفظ ورته و کارولو، ده هم له همدې ځای د یاغیانو د نیولو او قتلولو حکم صادر کړ؛ چی بيا په لږ وخت کې دى وتوانیدلو تر څو د راسخو عقایدو څښتنان له منځه یوسي.
نو وروڼو!
اوس هم غربيان همغه د هامان په نقشه تگ کوي.
زه باوري يم چې؛ که دوی شل کاله آرام پاتې شي؛ نو هغه نخرې خو به (په مسلمانانو) وکړي چې ساری به يې کم وي.
نو باید ټول اسلامي امت ویښ شي!



