يو اېس اېـډ (USAID) پیژنئ؟ له ډېرو ناوېلو خبر شئ!

ليکوال: ډاکټر سټـوارډ جيني برام هال
څـېـړونکی، ليکـوال او سياسي فعال
پښتو ژباړن: شکـور کامـران
“ښکاره ده، چې بهرنيو هېوادونو ته د “يو اېس اېـډ” د مرستو اصلي تمـرکـز بشردوستانه نه دی، بلکې اساسي هـدف د امريکا ګـټې دي”
مالومه ده، چې امريکا په کـوم هېواد کې هېڅ ډالر له سياسي هـدف پـرته نه مصرفـوي، هـر ډالر چې په اصطلاح د امريکا د دولتي خيريه سازمانونو لخـوا په نورو هېوادونو کې مصرفـيـږي، د پردې تر شا د هغه هېواد د خلکـو بدبختۍ او تورې ورځې ته زمينه برابروي.
د دې ټکي د درک لپاره لازمه ده چې د “يو اېس اېـډ “USAID خـونـړي تاريخ ته يوه کـتنه وکـړو.
له دويمې نـړيوالې جګـړې وروسته امريکا له روسيې سره د سيالي لپاره هڅـه وکـړه چې جګـړه ځپلې اروپـا بېرته ورغـوي او هغې لـويې وچې ته د سوسيالېزم ننوتـو مخه ونيسي. په پايله کې “مارشال پلان” کار پـيـل کـړ او دا مرستې يې د “د نړيوالو مرستو اداره” بنسټ په نوم لېـږلې، چې ثابته کـړي امريکا خپل ملګـري يوازې نه پـريـږدي او په ډېـرو سخـتـو شرايطو کې ورسره همکاره ده، خـو وروسته، وروسته د کـنېډي (د امريکا د هغه وخت ولسمشر/ژباړن) د حکـومت په وخت کې دا او د امريکا نور خيريه بنسټونه د “يو اېس اېـډ” تر چتر لاندې مـدغم شول.
د نړيوالې پـراختيا لپاره د امريکا استازولي “يو، اېس، اېـډ” اوس د امريکا د بهـرنيو چارو وزارت تر مستـقـيمې څارنې لاندې فعاليت کـوي او د رسمي سايټ د مالوماتو له مخې يې، د فـډرال دولت يو نيم په سلو کې بوديـجه مصرفـوي.
“يو اېس اېـډ” مکلفه ده چې په بهـرنيو هـېـوادونو کې دفـترونه او نماينده ګۍ ولري او له هغوی سره په تخـنيکي، کـوچـنيو پورونو، پوهنې، روغـتيا او نورو برخو کې مرسته وکـړي، خـو د “بشردوستانه مرستې” او “بيا رغاونـې” تر ښکلو نـومونو لاندې د هغـو هېوادونو د بې ثباته کـولو لپاره د بهـرني سياست وسايل دي.
“يو اېس اېـډ” د خپلو سياستونو د پر مخ بيولو لپاره يـوازې نه ده، بلکې ځـينې نـور خيريه بنسټـونه هم ډېرې پيسې ورکـوي، چې په واقعيت کې هـر يو يې يوه څانګـه ده.
منوال اې يا پي، اسپانوي اخبار ليکـونکی، ليکـي:
“د هغو اېنجـيوګانو پراخه برخه چې د “يو اېس اېـډ” تر لاس لاندې کار کـوي، نه غير دولتي دي او نه خپلواکې؛ بلکې دې سازمانـونو د چټـلو کارونو د تر سره کـولو لپاره ميدان ته رادانګلي.”
د “يو اېس اېـډ” بله مهمه دنـده د امريکا له پـولو اخـوا د “سي آی اې” او نورو استخباراتي بنسټـونو جاسوسانو ته پوښښ ورکـول دي. له ډېرې مـودې د امريکا بېلابېل جاسوسان د ډاکـټر، متخـصص او نورو نومونو مختـلـفـو هېوادونو ته لاره کـړې او له بېلابېلو لارو د امريکا د سياستونو پلي کـولو ته کار کـوي.
((واشنګـټن پوسټ ورځپاڼې” د ۲۰۱۰ کال د اپرېل په ۲۶ وليکل:”سي آی اې” د خپلو جاسوسانو د پټـولو لپاره له دوه لارو کار اخلي “رسمي او غير رسمي.” رسمي يې داسې دي چې دولت اسانتياوې ورکـوي او د دې هېواد د سفارتونو تر څارنې لاندې کار کـوي؛ شپه او ورځ کار کـوي، له سيمه اييزو او بهـرنيو چارواکـو سره ليده کاته کـوي او د سي آې اې سياستونه پر مخ وړي. بل ډول يې د امريکا دولتي استازولۍ يا نماينده ګيانې دي چې جاسوسان تر پوښښ لاندې راولي. يوه له دې نماينده ګـيانو “يو، اېس، اېـډ” ده، چې په جنوبي ويتنام کې يې په پراخه توګه د سيا “سي آی اې” کارکـوونکـي تر پوښـښ لاندې راوستلي و.))
د “يـو، اېس، اېـډ” بشري ضـد ماهـيت لپاره په څـو هـېـوادونو کې د دې بنسټ کـړنو ته اشاره کـوم، څـو د افغانستان خـلک، چې له کلونو د “يو، اېس، اېـډ” او د هغه د نوکـرانو په دام کې راګـير دي، پوه شي چې دا مرستې “بشردوستانه” نه، بلکـې د شر لپاره دي.
ډان ميټـريون، د لاتينې امريکا د زرګـونه مبارزينو قاتل او طراح.
ويجاړوونکي عمليات او د وحشي انسانانو روزنه د دې ادارې له اساسي چارو دي. له دويم نـړيوال جـنګ او د شوري اتحـاد له پياوړي کـېدو وروسته امريکا ووېـرېـده او هڅه يې وکـړه څـو د ملي دولتونو لرونکي هېوادونه د کـودتا له لارې وپـرځـوي. په همدې خاطر د “يو، اېس، اېـډ” په رهبرۍ يې د “OPS” يا “د عامه ساتنې دفـتر” رامنځـته کـړ چې دنده يې د پوليسو روزنه وه. دې نهاد له پوليسو او د بېلابېلو هېـوادونو د پـوځـونـو سره د مرستې په نوم د جسمي او روحـي ځـورونې، اقـرار اخيستلو او د سياسي مخالفانو په ګـونډو کـولو نورې لارې چارې ورښودې. د دې ادارې مشر ډان ميټـريون (Dan Mitrione) و. ميټـريون د “اېف، بي، آی FBI” کارکـوونکی او د “يو اېس اېـډ” قـراردادي و. د هغه دنده دا وه چې د امريکا تر واک لاندې هېوادونو ملي پوليسو ته د ځـورونې لارې چارې ور وښيي او د هغو هـېـوادونو مخالفانـو ته مالي او پوځـي مرستې ورسوي، چې د امريکا پر وړاندې دريـږي.
برازيـل: د يو اېس اېـډ تر مشرۍ لاندې د “عامه ساتنې دفـتر” لومړی ماموريت په ۱۹۶۰ کې په بـرازيـل کې و. په دې وخت کې برازيل د جـواو ګلـرات (Joao Goulart) په مشرۍ ملي ديموکـرات دولت درلود، هغه ملي شخـصيت او د امريکا سخـت مخالف و. امريکا وېره لرله چې دا ملي هېـواد د سوسيالېزم لور ته ګام وانخـلي. له دې امله يې د پرځـولو په هڅـه کې شول. ميټـريـون په څـلورو کلونو کې د جـواو مخالفانو ته وده ورکـړه. د امريکا مزدورو ډلـو په ۱۹۶۴ کې د سپينې ماڼۍ په مستـقـيمه همکاري د کـودتا له لارې د جـواو دولت نسکـور او د امريکا لاسپوڅی رژيم يې واکـمن کـړ. په څـلورو کلونو کې ميټـريون لس زره “۱۰۰۰۰” برازيلي پوليسو ته روزنه ورکـړه او ۶۰۰ نور يې د ډېـرې روزنې لپاره د “سيا” مرکـزي دفـتر ته وروپېـژنـدل.
د برازيل نظامي دولت او ديکـتاتور ولسمشر سلګـونه مخالفان ووژل يا يې ژونـدي ورک کـړل او زرګـونه نور يې په نوې زده کـړې طريقه په زندانونو کې وځـورول.



