د ښېرا پر ځای دُعا وکړئ!

اسماعیل فیروز

مشهور عالم معروف الکرخي رحمه الله یوه ورځ په بغداد کې د دجلې سیند په غاړه ناست و، په یوه وړه کښتۍ کې څو ځوانان ناست وو موسیقي یې غږوله او شراب یې څښل، د نوموړي عالم مخې ته تیر شول، د عالم یوه ملګري وویل:

ته په دې اوبو کې دا خلک وینې چې د الله تعالى په سرکشۍ او ګناه بوخت دي ښيرا ورته وکړه، معروف الکرخي رحمه الله لاسونه پورته کړل او ویې ویل:

ای الله”ج”! لکه څرنګه چې دې دوی په دُنیا کې خوشحاله کړي دي، زارۍ درته کوم چې په اخرت کې یې هم همداسې خوشحاله کړه.

ملګري یې ورته وویل:

-موږ درته وویل ښېرا ورته وکړه او ته دعا ورته کوې!

معروف الکرخي رحمة الله علیه ورته وویل:

په اخرت کې چې الله جل جلاله خوشالي ورکوي د دې مطلب دا شو چې، په دُنیا کې به د توبې توفیق ورکړي او که دوۍ توبه وکړي او جنت ته ولاړ شي، تاسې ته هیڅ ضرر نه رسوي.

(طبقات الاولياء لابن الملقن ۱/۴۷.)

ګرانو وروڼو!

تل کوښښ کوئ چې، چاته ښیرا ونکړئ.

د مثال په ډول: که یو بدعمله سړی وي او د ټولنې لپاره شر او فساد وي؛ نو د هدایت دُعا ورته وکړئ چې، یاالله دغه بدعمله ته هدایت وکړه.

که چېرې الله تعالى هغه بدعمله ته هدایت وکړي؛ نو بیا به یې ټولنې ته ډېر خیر ورسیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button