نیک او صالح ملګری

راټولونکی حنظله عزیزي
حسن بصري رحمه الله وايي: په دینا کي ښه او صالحه ملګري ډیر کړئ، ځکه
نېک او صالح ملګري د قیامت په ورځ نفعه در رسوي.
یو چا ورته وویل: دغه صالح ملګري څنګه نفعه رسولای سي؟
حسن بصري رحمه الله وويل : کله چي جنتیان په جنت کي وي دوی به هغه د دنیا ملګري او د دنیا حالات یو له بله سره بیانوي، نو یو جنتي به ووايي: نه یم خبر چي هغه زما فلاني ملګري ته به څه پېښه سوې وي ( چي دغه ملګری به يې یا همصنفي وي یا به یې د کور همسایه وي یا به يې د کار ملګری آشنای وي ) نو وايي زه خو اوس هغه په جنت کي نه وینم، ورته وبه ویل سي چي هغه ملګری دي په اور کي دی، دغه جنتي به ووایي:
یا رب ! په جنت کي زما راحت او لذت تر هغو نه پوره کیږي تر څو چي زما سره زما فلانی ملګری نه وی راسره .
د الله جل جلاله په امر او د ده په غوښتنه به يې هغه ملګری له دوزخه را وایستل سي او جنت ته به راوستل سي ( تاسي ولیدل چي دغه سړی جنت ته نه د شپې په لمنځونو سره راغلی او نه د ورځي په روژو سره ، نه په خیراتونو سره راغلی او نه په وظیفو سره، دا د هغه ښه او صالحه ملګري شفاعت ؤ چي دی يې له اوره را وایستی ) هلته به دوزخیان ووايي : دغه سړی د چا په شفاعت له اوره و وت؟
آیا پلار يې شهید سوی ؤ چي اوس يې د ده شفاعت وکړ که يې ورور ؟ وبه ویل سي یا ! یو هم شهید نه ؤ.
دوزخیان به ووايي ملائکو یې شفاعت وکړ که انبیاءعلیهم السّلام یې شفاعت وکړ چي له اوره ووت؟
ورته وبه ویل سي نه ! بلکه هغه د ده ملګري هغه فلاني يې شفاعت وکړ،
دلته به نو دوزخیان ووايي :
فَمَا لَنَا مِن شَافِعِينَ ( ۱۰۰ ) وَلَا صَدِيقٍ حَمِيمٍ (۱۰۱) فَلَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَكُونَ مِنَ ( الْمُؤْمِنِينَ (۱۰۲)
ژباړه : نو موږ لره هيڅوک شفاعت کوونکی نسته او نه کوم مخلص دوست لرو چي شفاعت مو وکړي، نو کشکي موږ لره یو کرت بیرته دنیا ته ورتګ وای ( یو ځل بیا دنیا ته بېول سوي وای ) نو موږ به له مؤمنانو څخه سوي وای.
ماخذ : ( ګټور معلومات او عبرتناکه کیسې ) الحاج مولوي عنایت الله ،علمي،



